جمعه, اپریل 19, 2024
Home+هندي کرکټ بورډ د آی پي اېل پاتې لوبو په اړه پرېکړه...

هندي کرکټ بورډ د آی پي اېل پاتې لوبو په اړه پرېکړه وکړه

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۹مه) د هند کرکټ بورډ د دې هېواد د سوداګریز لیګ ( آی پي اېل) د پاتې لوبو په اړه خپل رسمي دریڅ اعلان کړ.

د هند کرکټ بورډ په تازه پرېکړه کې ویلي دي، چې پاتې ۳۱ لوبې به په متحده عربي اماراتو کې د سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې ترسره کړي.

د هند کرکټ بورډ په دغه ناسته کې دغه راز له آی سي سي نه د نړیوال شل اوریز جام د ترسره کولو لپاره د نور وخت غوښتنه هم کړې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې آی سي سي هم په دې اړه د جون په لومړۍ نېټه یوه ځانګړې ناسته لري او د شل اوره نړیوال جام په اړه به په کې پرېکړه کوي.

د یادونې ده، چې د هند سوداګریزې لوبې په یاد هېواد کې د کورونا د درېیمې څپې له وېرې تر دې دمه ځنډېدلی دی.

له دې وړاندې د پاکستان غوره لیګ چې ټاکل شوې په جون میاشت کې بیا پيل شي ځنډېدلی وو.

د آي پي اېل پاتې لوبې اماراتو کې ترسره کېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب