جمعه, فبروري 6, 2026
Home+سپېس ایکس د انترنیټ لپاره ۶۰ سپوږمکۍ فضا ته ورسولې

سپېس ایکس د انترنیټ لپاره ۶۰ سپوږمکۍ فضا ته ورسولې

تاند- سپېس ایکس د سټارلینک ۶۰ سپوږمکۍ د مځکې مدار ته یووړې او په دې ډول یې په فضا کې د انترنیټ لپاره د سپوږمکیو شمېر یوزرو ۷۳۷ ته ورسېد.

سپېس ایکس په فالکن ۹ توغندي وروستۍ ۶۰ سپوږمکۍ ولېږلې.

له توغېدو ۹ دقیقې وروسته د توغندي لومړۍ برخه مځکې ته راوګرځېده.

دغه توغندی، چې مخکې یې هم دوهمه برخه یو ځل فضا ته توغول شوې وه، په فلوریدا کې د کیپ کاناورال له فضايي مرکزه د مځکې مدار ته لاړ. دا په روان ۲۰۲۱ م کال کې شپاړسم ځل دی چې سپېس ایکس توغندی توغول کېږي.

له بلې خوا دا په ۴ اوونیو کې د سټارلینک سپوږمکیو د لېږلو څلورم عملیات دي.

حاضردمه سټارلینک پروژه په ازمېښتي ډول د ځینو سیمو لپاره چټک انترنیټ برابروي.

په پام کې ده چې له دې لارې د نړۍ ټولو سیمو ته، که هغه غر وي یا سمه، چټک انترنیټ برابر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...