جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهشمالي وزیرستان کې نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ونمانځل شوه

شمالي وزیرستان کې نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ونمانځل شوه

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۲۲ )  راپورونه وایي، په شمالي وزیرستان او مېرانشاه کې نن خلکو د کوچني اختر لومړئ ورځ ولمانځله.

دا په داسې حال کې ده چې نن چهارشنبه د افغانستان په ګډون ډیری هیوادونو کې د روژې میاشتې دېرشمه ده.

خو د شمالي‌ وزیرستان خلکو نن هلته د کوچني اختر لومړۍ ورځ‌ ولمانځله.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې په میرانشاه کې د اختر لمونځ په ادا کولو کې زرګونو کسانو ګډون کړی دی.

سرچینې وایي، په شمالي وزیرستان کې د اختر اعلان وروسته له هغه وشو چې تېره شپه د شمالي وزیرستان حیدرخېلو سیمه کې ځینو کسانو د میاشتې د لیدو شاهدي ورکړه.

دا لومړی ځل نه دی چې شمالي وزیرستان کې له سعودي او افغانستان نه هم یوه ورځ مخکې اختر لمانځل کېږي؛ مګر تېر کال هم د دې سیمو اوسیدونکو اختر تر نورو هیوادونو یوه ورځ مخکې نمانځلی و.

د اختر لومړۍ ورځې د نمانځنې په دې مراسمو کې د پښتو ژغورنې غورځنګ ځینو غړو هم ګډون کړی وو.

د دې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ تېره شپه ناوخته د یوه ټوېټ له لارې وویل چې د سیمې ۲۰ نفرو یې د میاشتې د لیدو شاهدي ورکړه او سبا یې په سیمه کې د کوچني اختر ورځ لمانځل کیږي.

خو د دې ترڅنګ بیا تېره شپه د سعودي عربستان د هلال کمېټې اعلان وکړ چې میاشت ونه لېدل شوه نو د همدې له امله به چهارشنبه د روژې ۳۰ مه او د پنجشنبې په ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

د افغانستان خلک د اختر د خوشالي تر څنګ د وسلوالو طالبانو له لوري اعلان شوي مشروط اوربند ته هم هیله مند دي؛ خو وایي طالبان دې د اوربند موده وغځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب