جمعه, مې 3, 2024
Homeکالمونهننګیالله ملګري سره چټ/ شهرت ننګيال

له ملګري سره چټ/ شهرت ننګيال

   دريمه برخه

د ډرامو پای، د لوبو پيل

  • ( …) هم پر پخواني ولسشمر کتاب کښلی …
  • دا کار ملا خورک شو …
  • لکه يو وخت ادبي ټوټې، بيا لنډې کيسې، تکل او اوس کالم …
  • لکه موډونه …
  • پر تکل خو د يوه ليکوال له لاسه حکمتيار صاحب بنديز لګولی و …
  • که نه د تکل تورم به رامنځ ته شوی و …
  • اوس د تفسير او ترجمو بازار تود دی …
  • يو جنرال هم تفسير کاږي …
  • ښاغلي کتاب تر کوم سرليک لاندې کښلی …؟
  • لوی عنوان يې لا ورته نه دی خوښ … خو نور سرليکونه يې په زړه پورې دي …
  • لکه …؟
  • ډرامه بازي …
  • ښه ده بله بازي يې نه ده ورسره غوټه کړې …
  • بازۍ خورا ډېرې …
  • تر دغه سرليک لاندې يې څه راوړي …؟
  • لويې وړې ډارمې …
  • لکه …؟
  • د امنيتي تړون لپاره د مشورتي جرګې رابلل …
  • دا نو څه ډرامه وه …؟
  • د ليکوال په اند دا د ولسمشر تر ټولو غوره بلکې بريالۍ ډرامه وه چې اوږد بحث پرې شوی …
  • که لنډون يې راته ووايې …
  • لنډون دا چې ټولو دا ګڼله چې ګنې کرزی مشورتي لويه جرګه د تړون د پخلي لپاره رابولي، ان چې جناب حضرت صاحب يوه ورځ وړاندې دده له خولې د امنيتي قرارداد د لاسليک بوی څکولی و …
  • د شامې حس يې کمزوری دی …
  • ګردو دا ګڼله … خو چې ولسمشر سټېج ته ودريد ټول يې پخپل رنګ کې کوټ کړل.
  • ښه ډرامه يا کيسه هغه ده چې پای او انجام يې نا څرګند وي … مانا ليدونکي، لوستونکي د ملايانو په خبره له دې قاصر اوسي چې وپوهيږي څه کيږي ….؟
  • بله کومه ډرامه …؟
  • د سولې عالي شورا …؟
  • دا هم ډرامه …؟
  • لوي واړه ممثلين يوه صحنه کې
  • نور سرليکونه …؟
  • ضد ې ولسمشر …
  • ما خو دا ګڼله چې ګنې ولسمشر په ينه تريخی نلري …؟
  • ښه ډرامه چې ګورې همداسې ګڼې …
  • کينه کښ که ضدي …؟
  • کينه ضد، او ضد کينه رامنځ ته کوي …
  • يو بل شی دې لکه هېر شول …؟
  • څه شی …؟
  • ځېل … د ضد او کېنې انجام ځېل دی …
  • ما ته خو په زړه نری ښکارېده …
  • په سترګو ژاړي په زړه ګوړې ماتوينه …
  • ضد يې په څه کې دی …؟
  • دا پوښتنه له جانکيري او اوباما ښه ده
  • کله وار د ابا، کله د ادې
  • دده هم په زړه امريکا ته پراټې پخېدې …
  • د اشنغري پاټک له لاسه

                د زه له پاسه مې پولۍ ولاړې دينه

  • اوس به يې زړه يخ شوی وي
  • دده کينه د اوښ ده
  • اوښ چې درانه بارونه وړي خوراک يې ځوز دی
  • ده هم خپل وار ته کتل
  • دده وار لکه د ړانده …
  • درد لري مرګ نه …
  • نورسرليکونه …؟
  • خرابات او مناجات – د پرې ياران – په خوله يوه په زړه بله – د ټولو د هيچا نه – څومره نژدې دومره لرې – شريف بدماش او …
  • پادشاهي بې پايلوچۍ نه کيږي …
  • په دې اوسني کې څه وايې
  • د ډرامو پای … خو …
  • خو يې په څه کې …؟
  • د لوبو پيل کې …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب