شنبه, مې 4, 2024
Homeروغتیاماشومان او د غاښونو مينځل؛ کله او څنګه؟

ماشومان او د غاښونو مينځل؛ کله او څنګه؟

ژباړه: ډاکټر محسن حسن – 

زموږ د ټولنې په ډيرو لوستو او نا لوستو کورنيو کې دا خبره کېږي، چې د ماشومانو غاښونه په برس او کَرْيم مه وينځی، چې وروسته يې غاښونه درد کوي، يا کمزوري کېږي او يا ورۍ خرابېږي. خو په نورې نړی کې کيسه داسې نه ده، هلته څيړنې شوي او زموږ د ټولنې د څيړنو! بر عکس يې بل څه تر لاسه کړي.

هووارډ رينسټين د کاليفورنيا په انسينو کې د ماشومانو د ناروغيو متخصص وايي” کله چې د ماشومانو سپين مرواريد رنګي غاښونه را ووځي/ښکاره شي، بايد په  وينځلو او پاکولو يې پيل وشي”. د ډيری ماشومانو غاښونه د څلورمې  او شپږمې مياشتې تر منځ را وځي/ښکاره کېږي او د ځېنو ماشومانو غاښونه تر څلور مياشتو وړاندې او د ځينو تر شپږو مياشتو وروسته را وځي/ښکاره کېږي. دلته په دې لنډ بحث کوو چې:

د ماشومانو غاښونه کله او د ورځې څو ځل ووينځل شي؟

څنګه او په کومې طرېقې ووينځل شي؟ او،

د ما شومانو غاښونه په کوم ډول کَرْيم ووينځل  شي!؟

ډاکټر هووارډ وايي” کله چې په لومړي ځل د ماشومانو غاښونه راووځي، بايد د ګازو/ململ يوه پاکه ټوټه  په اوبو لنده شي بيا د ماشومانو غاښونه پرې پاک شي، او دغه چاره بايد په ورځ کې دوه ځل تکرار شي”.

د وخت په تېرېدو سره د ماشومانو غاښونه  يو بل پسې راوځي، او کله يې چې شمېر څوو ته ورسېد، بيا به کوښښ کېږي چې د غاښونو داسې برس وکارول شي، چې دوه يا درې کتاره نرم وېښتان/Bristles ولري. غاښونه بايد په  ورځ کې دوه ځل يعنې سهار له را ويښېدو وروسته او ماښام له خوب وړاندې ووينځل شي. هر څومره ژر چې د ماشوم د غاښونو وينځل پيل شي، هومره ژر ورسره عادت کېږي، او کله چې په خبرو راځي بيا به د کورنۍ غړي هڅوي چې غاښونه يې ورته ووينځي.

ډاکټر هووارډ رينسټين وايي “ د ماشوم له ځانګړي ډاکټر څخه بايد پوښتنه وکړی، چې د غاښونو کوم ډول کَرْيم وکاروو، خو ډاکټر رينسټين  د هغو سيمو خلکو ته چې د څښلو په اوبو کې يې د فلورايډ اندازه ډېره وي، داسې مشوره ورکوي؛تاسې د خپلو ماشومانو د غاښونو وينځلو لپاره هاغه کَرْيمونه وکاروی، چې فلورايډ ونه لري، او يا تر هغې چې ماشومان مو دوه کلن کېږي هيڅ کَرْيم  مه کاروی، او زياتوي چې بايد د ورځې دوه ځل د خپلو ماشومانو غاښونه په برس او پاکو اوبو ووينځی”.

که چېرې د ماشومانو د غاښونو وينځلو په وخت کې ډېر مقدار کَرْيم  وکارول شي، کېدای شي ماشوم ډير مقدار فلورايډ تر ستوني تېر/ بلع کړي، چې ډېر مقدار فلوراې�� خپله زهري اغېز لري. نو د دغې ناوړې پېښې د مخنيوي لپاره بايد د غاښونو کَرْيم  له ماشومانو لېرې کېښودل شي او کله چې د ماشوم غاښونه وينځل کېږي  بايد د ېوې دانې اوربشې او يا د يوې ورېجې په اندازه کَرْيم  واخيستل شي او د ماشوم غاښونه پرې برس شي.

د فلورايډ ډېر مقدار کېدای شي د فلوروزيس (د فلواريډ مسموميت)  لامل وګرځي،  او ناوړه اغېز به يې د غاښونو د رنګ بدلون وي، او ډيری وخت د رنګ دغه بدلون تلپاتې وي، نو بايد زيار واېستل شي چې په دې اړه له ډاکټر سره سلا وشي، چې مناسب وخت کې د غاښونو مناسب کَرْيم  وکارول شي.

که ستاسې د څښلو اوبو کې يا هېڅ فلورايډ نه وي او يا يې مقدار ډېر لږ وي، نو د ماشومانو ځانګړی ډاکټر به  خامخا د فلورايډ څاڅکي او يا ټابلېټ ورکوي او د غاښونو هاغه کَرْيم  به ورته ښيي چې فلورايډ ولري.

په دې اړه د خپل ماشوم له ډاکټر سره سلا وکړی، چې ستاسې ماشوم ته د فلورايډ څاڅکي او که ټابلېټ ورکوي، او همدارنګه د غاښونو د کَرْيم  په اړه هم ورسره سلا وکړی.

که اوسني ماشومان له وړکتوبه د غاښونو په وينځلو عادت شي، لکه اوسني ډيری ځوانان به د غاښونو ناروغۍ نه لري. که په دې اړه سروې وشي، کېدای شي د نړی په کچه لکه نورې روغتيايي ستونزې، د غاښونو د روغتيا برخه کې به هم تر نورو هيوادونو په وروستي کتار کې ځای ولرو.

د ماشومانو د غاښونو روغتيا ډېره اسانه او زموږ خپل لاس کې ده، چې يواځې سهار او ماښام لږ وخت (چې موږ سره ښه پرېمانه ده) ورکړو، او په ماشومانو کې به مو د راتلونکي لپاره د ډېرو ناروغيو مخنيوی کړی وي.

درناوی

7 COMMENTS

  1. سلامونه تاندوالو او ډاکټر صاحب محسن حسن ته،
    ډیره ښه موضوع مو ژباړلې ده، خدای وکړي زمونږ هیوادوال ېې په عمل کې پلي کولای وشي.
    زما په نظر لومړی باید د صحي اوبو غمه وخوړل شي ، ځکه که په چټلو او مردارو اوبو غاښونه برس شي لا به مکروبونه زیات کړي.
    اوخفه نشې، یوه وړه املایی غلطي مو د کریم په لېکنه کې د کاف په زبر او رې په سکون “کَرٙیم” ، د کریم نوم معنی ورکوي. زما په نظر باید کاف ساکن او رې مکسوره وي چه د انګلیسي کٙرِیم ترې جوړ شي. په درنښت. د نورو ژباړو په تمه مو.
    I mean Cream is not Karim!

  2. ښاغلی ډاکټر صیب حمیدالله اباد اوسی. لومړی تاسې پاکو او ناپاکو اوبو ته اشاره کړې، بلکل همداسې ده، یو څوک چې خپل او د ماشوم غاښونه برسوي نو باید اوبه پاکې وي، ناپاکې اوبه خو هسې ناپاکې او غیر صحي دي دویم ستاسې له سموونې مننه، ما د ډېرې اسانتيا لپاره وغوښتل چې کاف ساکن او را ته کسره وکړم خو مقاله چې دلته خپره شوه ګورم کاف مفتوح شوی او را ساکنه شوې، کېدای شي په ورډ کې د ستونز له کبله را منځته شوې وي او یا ما اشتباهاْ دغسې لېکلې وي… له تاسې بیا مننه او د تاند د خپرونو له درانه مسول څخه هیله کوم چې دغه املايي اشتباه تصحیح کړي.
    You are absolutely right, that is CREAM, not Karim!

  3. ګرانه وروره حمیدالله جانه لومړی لیکوال تیروتنه کړې ده چې د کریم په لیکلو کې یي له اعرابه ګټه اخیستې ده او دوهم ستاسو خبره سمه ده خو دا په لوستونکي پورې اړه لري چې موضوع درک کړي او بیا د کلمې تلفظ وکړي. مونږ په لیکلو کې اړتیا نلرو چې د تلفظ لپاره له اعرابه څخه کار واخلو ځکه چې موضوع ته باید وګورو چې په څه پورې اړه لري. دلته موضوع د غاښونو د پریمنځلو ده نو هر څوک پوهیږي چې د کریم څخه هدف د غاښونو د مینځلو ماده یعنی کریم دی نه د یو شخص نوم .

    په درناوي

    نور

  4. ښاغلی نور له تاسې مننه او رښتیا هم له املايي تېروتنه شوې، او ډېر اړین نه و چې کسرې او فتحې وکاروم، ځکه موضوع روښانه وه… په هر صورت زموږ ټولنه کې دغې موضوع ته پاملرنه په نشت حساب ده نو هیله کوم چې د موضوع اهمیت د يوې املايي تېروتنې تر سیوري لاندې را نشي.
    درناوی

  5. بیا هم سلامونه ډاکټر صاحب حسن او ورور نور ته همدا راز له تاند نه هم تشکرچې ټولې تبصرې خپروي.
    ګرانو،څرنګه چه زه لس ورځې مخکې د پوهاند صاحب زیار ستاینغوڼډې ته تللی وم،او د هغوی زیات تاکید په کره پښتولیکلو او ژباړلو دی نو ځکه هغه د کریم ګړې ته زیر شوم! که نه هسې خو ټول په لوستلو کې د لیکوال په موخه باید پوه شو.د ډاکټر صاحب د ژباړنې او موضوع د فوق العاده والي په باب ما اول کې نظرڅرګندکړی دی.
    یوه ټوکه دې هم ورسره وي ،هاغه د آیسکریم قصه ترې جوړه نشي!!…چه نوم ېې سیدکریم وو!!!.
    په دې هیله چه زمونږدځوان کهول ډاکټران له نورو ژبو نه په خپله خوږه ژبه ښه ډیر آثار وژباړي. آمین.په زړه وره مینه

  6. .
    ګرانو،څرنګه چه زه لس ورځې مخکې د پوهاند صاحب زیار ستاینغوڼډې ته تللی وم،او د هغوی زیات تاکید په کره پښتولیکلو او ژباړلو دی نو ځکه هغه د کریم ګړې ته زیر شوم! که نه هسې خو ټول په لوستلو کې د لیکوال په موخه باید پوه شو.د ډاکټر صاحب د ژباړنې او موضوع د فوق العاده والي په باب ما اول کې نظرڅرګندکړی دی.
    یوه ټوکه دې هم ورسره وي ،هاغه د آیسکریم قصه ترې جوړه نشي!!…چه نوم ېې سیدکریم وو!!!.
    په دې هیله چه زمونږدځوان کهول ډاکټران له نورو ژبو نه په خپله خوږه ژبه ښه ډیر آثار وژباړي. آمین.په زړه وره مینه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب