پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهننګیالآدرس: څومره نژدې دومره لېرې

آدرس: څومره نژدې دومره لېرې

شهرت ننګیال –

حکومت، ادارې، شنونکي، استخبارات، د سولې شورا زړونه خوري چې طالبان آدرس نه لري…؟

تر اوسه دغه درک نه دی لګېدلی…

تاسې ته دې وویل شي، چې دغه ورکه زموږ یوه بېسواده کلیوال «زاول لالا» موندلې، داسې چې د خپلې حقوقي دوسيې په اړه يې د طالبانو د سترې محکمې «تمیز» قضايي قرار هم تر لاسه کړی، دوه واره يې له کلي د شاهدانو ډله د خپلې مدعا د اثبات لپاره تر محکمې صحيح سلامته بیولې او بېرته کلي ته راوستلې ده…

ما له دوو قاضیانو د قضايي قرار په اړه پوښتنه وکړه، خو د زاول لالا په کچه يې مستند معلومات نشوای راکولای… له دغو قاضیانو یوه خپلې لوړې زده کړې بهر کې بشپړې کړې، بل د څلوېښتو کالو کاري تجربه… خو زاول لالا په دواړو تېر کړې…

قضايي قرار څه مانا…؟ زاول لالا په دغه راز زموږ له قاضیانو ښه پوه دی… دده په خبره طالبان قطعي پرېکړې نه صادروي چې د قضايي فیصلو لپاره هېواد کې دننه نظام او محاکم اړین دي…

زه په پينځه پنځوس کلنۍ ددغه قضايي قرار په لیدو د خپل کلیوال په اصلي نوم خبر شوم…

– زاول لالا! ضیاء الحق څوک دی…؟

– زما نوم ضیاء الحق دی، خو کلیوالو زاول ته را لنډ کړی…

لکه ما هم یوه ورکه موندلې وي… د زاول لالا اصلي نوم چې زموږ له ډېری بلکې ټولو کلیوالو بې درکه و…

مازیګر چې کلي ته کوز شوم د ژڼیو ځوانانو په خوله همدا خبره ګرځېده… د زاول لالا نوم ضیاء الحق دی… د زاول لالا اصلي نوم څه دی؟ دوی د زاول لالا د اصلي نامه په موندلو له هغې زیات خوشحاله ښکارېدل چې ځینې ښایی د طالبانو د آدرس په موندلو خوشحاله شوي وای…

زاول لالا اوس په دې خبرو او مسئلو کې دومره وارد دی چې که کابل کې يې دارالوکاله پرانیسته تاسې به ګورئ له ټولو ښه وچلېږي….

کلونه وړاندې پخواني ولسمشر رسنیو ته ویل: ملا عمر د جمعې لمونځ د کوټې په پلاني جومات کې اداء کړ، په دومره ټینګو ټکو لکه ده پخپلو سترګو لیدلی…

د ملي امنیت پخواني رییس ښاغلي صالح جنرال مشرف ته د تلیفون شمېرې هم پر مېز ايښې وې… بیا هم د طالبانو آدرس ورک دی…

که ملي امنیت یا د سولې شورا او نور د عریضو او طویلو تشکیلاتو او لګښتونو پر ځای د زاول لالا خدمتونه تر لاسه کړي وای نېغ به يې دغه آدرس ته درولي وای… بیا به د قطر دفتر ستومانیو ته هم اړتیا نه وای چې په یو متر سپینه ټوټه دواړه غاړې پخپل ضد او ځېل دومره ټینګې شوې چې پر تر لاسه کړي آدرس يې خاورې واړولې…

ما یوه طالب سره همدا خبره کوله چې نه ولسمشر جلالتمآب حامد کرزی له خپل ضد واوښت نه تاسې… جوړ کار مو وران کړ…

دده په وینا، خبره به د بيرغ وه که نه، خو که وه نو بیا که یوې خوا ته ګورې دوه ګزه ټوټه ده، خو چې بله خوا يې اړوې پرتوګ دی…

ما ویل ښه به وه دوه ګزه ټوټه مو کتلې وای، پرتوګ ته مو نه وای اوږده کړې…

دوه ګزه ټوټه چې د پرتوګ په بڼه ګورې، نو بیا د هغو څېرو مخه نشې نیولی چې له مودو يې د کونې او پرتوګ جنګ اچولو ته کار ویلی…

دغه تجربه دومره تکرار شوې چې د غاړې او نيکټايي شخړه يې هم رامنځته کړې ده…

د غاړې او نېکټايي په شر اړول د کونې او پرتوګ د جګړې په څېر خطرناک دي… په دې مانا که نېکټايي لږ شخه راواخیسته او وار يې برابر شو غرغره يې… ځکه خو داسې جنګ خپله یو بابېړی دی.

امریکایانو د طالبانو له بند خپل سرتېری، چېرې او څرنګه را خلاص کړ… آدرس تور وي که سپين…؟

دغه آدرسونه دومره څرګند دي چې ډېری سیمو کې د معارف دوه مدیران، دوه ولسوالان، والیان، ښوونکو او بودجه کې د طالبانو سهمیه له چا پټه نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب