پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهننګیالحق مهر .../ شهرت ننګيال

حق مهر …/ شهرت ننګيال

چې په ښه پېښ وي د عبدالقيوم اخون زوی دی چې په بدو يې سر شي د ملا عبدالواسع خوريی شي …

د اسد دانش دومره مينه وال او ياران دي چې موږ ته کال کې وار نشي رارسېدای، خو چې کله يې چېرې پښه وښوئيږي پر هغه ورځ يواځې زما ملګری وي …

د عصمت قانع ګټه د ځان او ښه د نورو دي … چې د کوم تلويزيون ميله وي، د خلکو له تلفونو زه پکو وم … په چا يې منې چې نولسمه پېړۍ کې پر ژوند اړ يم، له سره تلويزون نلرم …

يواځې د همزولو، ملګرو په اړه نه، چې له ارګه د کومې ماتې ګوډې خبر ليک شي وايي: يار ‌دې بيا … ان چې د ډاکتر عبدالله پړه هم زما پر غاړه ده … وايي تاسې جمعيتيان …

چې د حقاني شبکې نوم ياد شي ټول ما ته ګوري …

احدي صاحب د افغان ملت د ليډر په توګه د بانک رئيس، ماليې وزير او … په توګه د منلو دی، خو ما ته يې تور دومره لوی الزام بلکې نه بښونکی جرم ګرځېدلی چې که په زمزم ځان پرېولم سپين شوی نه يم …

څو ورځې وړاندې چې عبدالحکيم منيب ته د مرحوم مولوي محمد نبي محمدي په لمانځغونډه کې د حرکت د مشرتابه پټکي و تړل شو … ډېرو پر تلېفانه را ته کړه: انډيوال دې بيا …

چې منيب والي، معين و په خدای که يې چا انډيوالي ياده کړې وي خو چې د سياست په کراړه او جل وهلې دښته کې يې په ورکو لارو، کاواکه ګامو بې منزله، بې دمې د حرکت سخت سفر پيل کړ، د واره يې زما انډېوال کړ …؟ د اعلان له مخې يې دا ځل له حرکت سره ” مردم” ټکی زيات کړی … که د مرحوم محمدي په سياسي ميراث ” د تنظيم نوم” کې د لاسوهنې او زياتون جواز وای، ښه وه انقلاب ترې لېرې شوی وای، چې موږ له انقلابه ځب ځب يو …

د دغسې حذف يوه ګټه لنډون هم راختی شوای، ځکه خو د مردم له زياتون د انقلاب حذف موزون بلکې اړين ښکارېده … ګوند يا تنظيم هسې هم د خلکو وي، د ځناورو، خرو، غويانو تنظيم يا ګوند نه دی جوړ شوی، چې هغه تنظيم، ګوند نه، فارم باله شي …

نپوهيږو منيب صاحب د کومې اندېښنې له مخې مردم اړين ګڼلی …؟ دغسې اندېښنه ځکه بېځايه ده، چې د هېچا زړه ته به نه وه لوېدلې چې ګنې د منيب صاحب حرکت له خلکو پرته نورو عناصرو او موجوداتو تشکيل شوی دی.

اصلي اندېښنه چې د ملا قلم الدين، منيب صاحب او نورو ملاصاحبانو پر وړاندې يې کومي شلولي بله ده …؟

نن وي که سبا دی، دا ملک د زرغون شا دی ….

حرکت نه د ملا قلم الدين کېدای شي نه د جناب منيب صاحب او ملا اسدالله حنفي چې ږيره يې ورته په وسمه سره او خېټه په اوبو خيشته ده …

افغانستان، پاکستان، هند بلکې ختيز کې ګوند او سياست ميراث دی، لکه پوله، پټی او جايداد … له کورنۍ د باندې نشي وتلی … د زوی، لور، ننګور، زوم منګولو کې ښکېل وي …

د حرکت مشرتابه ټول حقوق د نغمې دي ـ ملاقلم الدين او منيب صاحب يو چانس لري، دا چې د سونيا ګاندي تر څنګ د

من موهنسنګ په رول او موقعيت صبر وکړي … واقفان حال وايي: له نغمې سره د حرکت د مشرتابه اګريمنټ له نکاح د مخه لاسليک شوی … دا په حقيقت کې د نغمې حق مهر دی، چې وار له مخه دوبۍ کې د دې په نامه ثبت او راجستر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب