درې کاله وړاندي د يوه سپين ږيري، پر ملا کړوپ پلار مشر زوی، د درو ماشومانو پلار، د يوې ميرمنې خاوند، د شپږو خوندو او دوو وروڼو ورور، يو ديني عالم، ليکوال، روښاندی او د حق يو برملا داعي په يوه ترهګريز برید کې په همدې ورځ، د سهار پر اته بجې، د خپل کور مخ ته په دې تور چې له دينه منحرف دی، د داسي افرادو له خوا شهيد کړای شو چې په ټول ژوند به يې د دې ليکوال او عالم د ليکنو او کتابونو يوه پاڼه هم نه وي لوستې، دوی به په دې خبر هم نه وو چې د دوی ماشې د صحيح البخاري پر ژباړن راکښل کېږي، هغه چې د قرآن کريم دوه تفسيرونه يې ژباړلي، هغه چې ټول ژوند يې د ديني علم په زده کړه او ور زده کړه کې تېر شوی او هغه چې…
بده دا ده چې شهيد مولانا عبدالغفور پېروز د کومې بدۍ په مقابل کې ويل او ليکل کول، هغه د ده تر مرګ وروسته نوره هم غښتلې شوې او د پېروز په څېر د زرګونو نورو ځوانانو، پوهانو او عالمانو ژوندونونه يې اخيستي دي او دا بې رحمه لړۍ لا هم روانه ده او د نور افسوس ځای دادی چې د دې فساد په وړاندي د پېروز په څېر مخلص مبارزين، با منطقه منتقدين او عالمان يو په يو شهيدانېږي او د حق او رښتنولۍ لپاره ګويا ژبې تړل کېږي او قلمونه غورځېږي.
زما شهيده وروره، ستا تر تګ وروسته هم حالت داسي دی چې کومو خلګو ستا د قلم او منطق په وړاندي د درېدو توان نه درلود او د حق لپاره ستا له رښتني رسالت څخه په وېره کې وو او له دې پرته يې بله لار نه ليدله چې د يوه عالم او ليکوال د پوښتنې او تنقيد ځواب په وژلو او مرمۍ سره ورکړي، هماغوی نن هم په خپل هغه منطق سره چې تا ورته باطل کړی وو، تا ننګولی وو او تا يې مشروعيت ګواښلی وو، د خلګو د وژنې امرونه ورکوي. د دې لښکر ساده احساسات په هماغو منحرفو دلايلو را پارول کېږي چې ستا په ديني استدلال کې يې حقيقت روښانه شوی وو او دوی تر ننه لا هم د فتنې په ناسم تعبير په ديني جذباتو سوداګري کوي.
تا به ويل چې “دلته به يا ځان وژنې او يا وجدان”، تا خو دروغ ونه ويل، په حقيقت کې دي هم د رښتيا د ارزښت په خاطر ځان قربان کړ، مګر دلته لا هم رښتيا مغلوبه ده، حق ورک دی، عدالت نه شته او ښېګڼې نه موندل کېږي، د بديو، بې انصافيو، غلاوو او ټولنيزې بې عدالتۍ واکمني ده، دا واکمني ورځ په ورځ پياوړې کېږي او بده لا داده چې پياوړي کوونکي يې هغوی دي چې تا ورته پناه راوړې وه، تا يې تر واکمنۍ لاندي ژوند کاوی او ته پوهېږې چې ته ځکه اوس له موږ سره نه يې چې همدې بې عدالتيو او ظلمونو له افراطيونو سره په ګډه غوښتل ستا مرۍ خپه کړي، چې بيا يو سپين ږغېدونکی پيدا نه شي، بيا بل څوک دا جرأت ونه کړي او هر هغه څوک چې ستا په څېر په زړه پاک وي، ځان مړ کړي، که څه هم وجدان يې ژوندی پاتې کېږي، خو د وجدان د بيان لپاره به د بدن ګويا ژبه نه وي ور پاتې.
“مرګ حق دی خو زموږ مرګونه ناحقه دي” رښتيا هم، ستا دا خبره د مرګونو او وينو پر هغه ټول منطق د چلېپا کرښه ده چې له تېرو څلويښتو کلونو يې دلته ورد کېږي، مګر هو، په کومه بيه؟ ستا د مرګ په بيه، تا خو دا ټول مرګونه او جهادونه ناحق وګڼل، رښتيا دي وويل او په ډاګه دي وويل، د قرآن او حديث په استدلال سره دي څرګنده کړه چې د وګړو دا وينې ناحقه توييږي خو ستا د دې ټول منطق ځواب دا شو چې ته پر سر وويشتل شوې، ځکه ته رښتونی وې او تا د خپل استدلال په څېر په خپل مرګ سره هم دا ثابته کړه چې “زموږ مرګونه ناحقه دي.”
داسي نه ده چې ته مړ شوې، منطق دي هم مړ شو، فکر دي هم مړ شو او نوم دي هم ورک شو. نه، ته د خپلو ټولو خواخوږو په فکر کې ژوندی يې، د هغوی پر ژبو ته يو اتل يې چې هيڅکله نه هېرېږې او د تور ديني افراطي سېلاب په وړاندي د مقاومت يو سمبول يې. که بل هيچا ته ستا فکر، کار، مبارزه او رښتيا ويل ارزښت ونه لري، ته زما لپاره اتل يې، ستا نوم به زما پر ژبه اخيستل کېږي او ته په زما په ذهن کې ژوندی يې، ته زما لپاره نه مرې او ته بايد وهم نه مرې، ځکه ميوند لا هم پوښتي چې لالک به کله راځي؟
ته بايد د هغه لپاره ژوندی يې.