سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد له دوحې وروسته ازبکستان ته رسیدلی

خلیلزاد له دوحې وروسته ازبکستان ته رسیدلی

تاند ( دوشنبه، د ثور ۱۳ ) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې د ترویکا له ناستې وروسته د افغانستان ګاونډ هېواد ازبکستان ته رسیدلی دی.

د نوموړي د سفر موخه د افغان سولې په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره لېده کاته یاد شوې دي.

خلیلزاد په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي چې نن یې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر کاملوف سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

هغه لیکلي :« نن مې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې، ازبکستان د افغان سولې په راوستلو کې له پخوا مثبت کارونه کړي او غواړي چې ګاونډ هېواد کې یې تلپاتې سوله راشي.»

خليلزاد زياته کړې چې دوى هوکړه کړې چې د افغان سولې ټول افغاني، سيمه ييز او نړيوال ګډونوال بايد په عاجله توګه سره په افغانستان کې د يوه هر اړخيز ټېکاو ملاتړ وکړي تر څو ۴۰ کلنه جګړه ختمه شي.

د نوموړي په وینا، دوى همدا راز هوکړه کړې چې امريکا او ازبکستان بايد پر هغو اولويتونو کار وکړي چې سيمه کې د اتصال، سيمه ييز تجارت او اقتصادي پرمختګ لامل کيږي.

د راپورونو له مخې، خلیلزاد او کاملوف په دغه لیدنه کې تاکید کړی چې د افغان سولې د راستلو لپاره یو ښه چانس رامنځته شوی او باید له دې فرصته ګټه واخیستل شي.

هغوي پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې له دې فرصت څخه په استفاده دې خپلو خلکو ته سوله راوړي.

ورته مهال سرچینې وایي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تاشکند کې له مارشال عبدالرشید دوستم سره هم لیدلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دواړو د افغان سولې او د هیواد د روان سیاسي وضعیت په تړاو بحث او خبرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب