شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهتېرو ۱۲ کلونو کې تر ۹۰ زرو ډېرو ملکي افغانانو ته مرګ...

تېرو ۱۲ کلونو کې تر ۹۰ زرو ډېرو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( شنبه، د حمل ۲۸ ) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون وایي، افغان جګړې لسګونه زره ملکي وګړي ځپلي او یواځې تېرو دولس کلونو کې یې له ۹۰ زرو ډېرو بې ګناه وګړي مړه او ژوبل کړې دي.

د دغه کمیسون ویاند ذبیح الله فرهنګ وایي، په تېرو دوولس کلونو کې له یو دیرش زرو زیات غیرې ملکيان په افغانستان کې وژل شوي او له ۶۰ زرو زیات نور ژوبل شوي دي.

یاد کمېسون یو ځل بیا په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی غندي او وایي، د جګړې ښکېل لوري دې د خلکو د غوښتنو په اساس تاوتریخوالي ته د پای ټکی او دغه راز اوربند ته غاړه کېږدي.

فرهنګ زیاتوي چې ښکېل اړخونو د خلکو غوښتنې له پامه غورځولي او د جګړو له کبله یې تر ټولو ډېره کچه ورته زیانونه اړولي دي.

د بشري حقونو د کمیسون د معلوماتو له مخې، د دولس کلونو په ترڅ کې له څلور زرو زیات ماشومان او له دوه زرو زیاتې مېرمنې د قربانیانو په ډله کې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومت او طالبانو غواړي څو د خلکو د غوښتنو په اساس په بېړني ډول اوربند ته غاړه کېږدي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو مخنیوی وکړي.

د دغه کمېسیون ویاند همدا راز زیاتوي چې دوی تمه لري چې له سولې وروسته هم د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ویلو په موخه د اوښتو زیانونو په تړاو ملي میکانیزم جوړ او هغوی ته د سولې په خبرو کې د عدالت غوښتنې زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو خپلواک کمېسون تل د مرګژوبلې پړه طالبان بولي خو دې ډلې تل بیا دا ډول تورونه رد کړي او افغان دولت یې د ملکیانو په وژنه تورن کړی دی.

ورته مهال شاوخوا درې ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان هم په یوه تازه راپور کې ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال په درېو لومړیو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پرتله د غیر نظامیانو په مرګ ژوبله کې ۲۹ سلنه زیات والی راغلی دی.

د یوناما په راپور کې دغه راز راغلي وو چې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۷۳ملکیان وژل شوي او یو زرو ۲۱۰ نور ټپیان شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب