شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمحب: د امریکایي پوځ د شتون پر ځای یې مرستو ته اړتیا...

محب: د امریکایي پوځ د شتون پر ځای یې مرستو ته اړتیا لرو

تاند ( شنبه، د حمل ۲۸ ) د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، افغانستان اوس هغه پخوانی نه دی، اوس پیاوړی پوځ لري خو وایي لا هم د نړویوالو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي دا څرګندونې د ریسنا په نوم یوه هندي انسټیټیوټ په انلاین ناسته کې وکړې چې د هندوستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران یې هم برخوال وو.

یاده څو اړخیزه ناسته د ”سولې لپاره لار ‘ په نوم وه چې د سولې په بهیر کې د سیمې هېوادونو رول، د امنیت ټینګښټ لپاره د افغان امنیتي ځواکونو پر پياوړتیا او دغه راز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو پکې بحث او خبرې وشوې.

په دغه څو اړخیزه ناسته کې د افغانستان د ملي امنیت شوار سلاکار حمدالله محب سربېره د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر سوالونه ته ځوابونه ورکړل.

محب له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې ته په کتو وویل چې د نړیوالو ځواکونو حضور ته نه بلکې له افغان امنیتي ځواکونو سره د د دوی مرستو ته اړتیا لري.

هغه وویل چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره چمتوالی نیول شوی او په څو ورځو کې به یوه ډله په دې برخه کې په کار پيل وکړي.

د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب دا څرګندونې داسې مهال دي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د ټولو پوځیانو د وتلو نېټه د سپمټمبر ۱۱ مه اعلان کړه.

ورته مهال د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر دې ناسته کې وویل چې د افغانانو په مشري د سولې له بهیره ملاتړ کوي خو وایي، افغانانو ته دې د دې اجازه ورکړل شي چې د سولې پروسه خپله پر مخ یوسي او دغه راز په اړه یې خپله پرېکړه وکړي.

نوموړي په ټینګار سره زیاته کړه چې د افغانستان راتلونکی باید روښانه وي، تېر ته ګرځېدل باید نه وي او د سیمې او نړۍ هېوادونه باید له افغانانو سره سولې ته د رسېدو لپاره همکاري وکړي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې هېواد یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو پرتله له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو ډېر اندېښمن دی؛ ځکه وېره لري چې د دغو ځواکونو له وتلو سره به په افغانستان کې د دوی لویې پروژې له ستونزو سره مخ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ټینګار هم وکړ چې که طالبان فکر کوي چې افغانستان به نویمې لسیزې ته وګرځي، نا ممکنه ده.

هغه له طالبانو وغوښتل چې مذاکرات پيل کړي.

د دې ناستې پایله کې ټولو اړخونو په ټینګار سره وویل چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره باید د سیمې هېوادونه رغوونکی رول ولري او زیاته یې کړه چې دوی په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب