شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهظریف له طالبانو وغوښتل چې ځان بدل کړي

ظریف له طالبانو وغوښتل چې ځان بدل کړي

تاند(جمعه، د حمل ۲۷) د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن د افغانستان پر حالاتو د ریسانا د ۲۰۲۱ دیالوګ په نوم غونډې ته وویل، طالبان باید په خپل منځ کې اصلاحات راولي.

په دې فورم کې چې د هند د بهرنیو چارو وزارت تنظیم کړی و، د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ګډون کړی و.

خو دې غونډې ته د ظریف څرکندونو ډېر پام ځان ته واړاوه ځکه چې دغه هیواد په افغانستان کې امریکا ته د زیان اړولو لپاره هم عملاً او هم له تبلیغاتي پلوه د طالبانو ملاتړ کاوه خو اوس چې باوري شوی چې امریکا له افغانستانه وځي، د طالبانو په اړه لومړنۍ اندېښنه ښيي.

تر دې وړاندې هم د سیاسي چارو اکثره شناندو ویل چې ایران په هیڅ صورت د طالبانو د واک ته رسېدو غوښتونکی نه دی خو امریکا ته د زیان اړولو لپاره دې ډلې ته نه یوازې وسلې ورکوي بلکې تبلیغاني ملاتړ یې هم کوي.

ظریف وویل، ایران چمتو دی چې طالبانو او د حکومت په ګډون هر بل اړخ ته زمینه برابره کړي چې له بېرې او ګواښه پرته د سولې لپاره په خپل منځ کې خبرې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل، طالبان باید په ځان کې اصلاحات راولي «که دوی وغواړي چې د نوي یمې لسیزې ایدیالوژۍ ته وګرځي، دا به ناممکنه وي ځکه چې افغانستان اوس افغانستان نوی شوی او بدل شوی دی.

ده زیاته کړه«موږ پوهیږو چې طالبان د امارت د بیا جوړولو په فکر کې دي خو دا کار عملي نه دی. طالبان باید وپوهېږي چې افغانستان نوي یمې لسیزې ته نه ستنېږي.»

ظریف وویل، د افغانستان دیموکراتیک اورګانونه باید خوندي شي، طالبان باید د افغانستان له حکومت سره خبرې پیل کړي، دا ډله دې د افغانستان یوه برخه وي، نه دا چې پروسه کنټرول کنټرول کړي.

د ایران د باندنیو چارو وزیر وویل چې طالبان باید د امریکايي پوخیانو له وتلړو وروسته داسې ونه انګېري چې فرصت ورته برابر شوی چې تاوتریخوالی زیات کړي. دوی باید دې ته تمه ونه لري چې فرصت ورته برابر شوی او افغانستان په زوره ونیسي.

دې غونډې ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب غونډې ته وویل چې په ډیموکراتیک افغانستان کې باید د ټولو استازیتوب وي او طالبان باید داسې ونه انګېري چې د افغانستان پر خلکو به ځان تحمیل کړای شي او د هند د بهرنیوچارو وزیر ښاغلي جې شنکر وویل، د افغانستان د سولې په هڅو کې باید د سیمې هېوادونو ته هم ونډه ورکړل شي.

ریزینا ډیالوګ د هند د بهرنیو چارو وزارت په نوښت له کلونو راهیسې د سیمې او نړۍ پر مهمو سیاسي مسایلو د دولتي چارواکو، سیاستوالو او شننونکو په ګډون بحثونه جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب