جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهننګرهار کې د داعش ډلې د رسنیو غړی ونیول شو

ننګرهار کې د داعش ډلې د رسنیو غړی ونیول شو

تاند ( جمعه، د حمل ۲۷ ) د ننګرهار امنیتي چارواکي دې ولایت کې د داعش ډلې د رسنیو د غړي د نیول کېدو خبر ورکوي.

د ملي امنیت صفر دوه قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت بهسود ولسوالي خوشګمبد سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې د رسنیو غړی ژوندی نیول شوی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، نیول شوی کس جلال نومیږي چې مشهور په انتظار وو او د داعش ډلې لپاره یې له مختلفو لارو تبلیغات کول.

خبرپاڼه وایي، د معلوماتو پراساس نیول شوی کس د جلال اباد ښار او چپرهار ولسوالي لپاره د داعش ډلې فعال غړی وو او په ځانګړي ډول یې د رسنیو په برخه کې د دولت ضد فعالیتونه تر سره کول.

د ملي امنیت خبرپاڼه دغه راز وایي چې نیول شوي کس د داعش ډلې اکثره لوړ پوړو قومندانانو او استخباراتو غړو سره مستقیم تماس درلود.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې ننګرهار ولایت کې د طالب او داعش وسلوالو پر وړاندې د ملي امنیت ځواکونو لاسته راوړنې ډېرې شوي او په ترڅ کې یې د یادو ډلو د مهمو کسانو د نیولو یا هم وژل کېدو خبرونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...