سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهبلېنکن: که طالبان غواړي چې نړیوال یې په رسمیت وپېژني باید د...

بلېنکن: که طالبان غواړي چې نړیوال یې په رسمیت وپېژني باید د کورنیو جګړو له پیلولو ډډه وکړي

تاند ( جمعه، د حمل ۲۷) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین پرون ماښام په کابل کې خبریالانو سره خبرو کې وویل چې که طالبان غواړي، نړیوال یې په رسمیت وپېژني، مشران یې سفر وکړای شي او افغانستان سره نړیوالې مرستې وشي نو باید د کورنۍ جګړې پیلولو فکر ونه کړي.

بلېنکن دا څرګندونې پنجشنبه کابل ته خپل نا اعلان شوي سفر کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره تر کتنو وروسته په کابل کې د امریکا سفارت کې یو مطبوعاتي کنفرانس کې کړې دي.

بلینکن په دغه غونډه کې رسنیو ته ویلي که طالبان د دوحې تړون خلاف پر بهرنیو ځواکونو برید وکړي نو د امریکا لخوا به ورته سخت ځواب ورکړل شي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان کې کورنۍ جګړه د ګاونډیان او سیمه ییز ځواکونو په ګټه هم نه ده، ځکه هغه حالت کې به د کډوالۍ ناروین، ترهګري او د مخدره توکو قاچاق خطرونه پیدا شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي چې افغانستان اوس د شلو یا لسو کالو پخوا هېواد نه دی او د بهرنیو پوځیانو وتل له افغانستان سره د اړیکو او همکاریو د ختمولو په معنا نه دي.

ښاغلي بلېنکن داسې مهال کابل ته سفر کړی چې د جو بایډن حکومت له څو میاشتنیو ارزونو وروسته تازه د سپتمبر تر ۱۱مې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان کړی دی.

له افغان مشرانو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په لیدنو کې د افغانستان د سولې په پروسه، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو او تر هغې وروسته د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو پر څرنګوالي خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د امریکايي قواو د وتلو د پرېکړې اعلان په امریکا کې دننه او له امریکا نه د باندې یو لړ توند غبرګونونه راپارولي دي.

پخوانی امریکايي ډيپلومات ډاکټر ماروین واینبام وايي چې له افغانستان نه د امریکايي قواو د راېستلو پرېکړه د افغانستان پر وړاندې د امریکا بې تفاوتي ده.

هغه وايي داکار دیوې اوږدې کورنۍ جگړې او لږ تر لږ لس یا پنځه لس ملیونو کډوالو سبب کېدلی شی او د ټولې نړۍ لپاره به ناوړه پاېلې ولری.

خو افغان چارواکي بیا وایي چې افغانستان اوس تېر افغانستان نه دی او افغان امنیتي ځواکونه د هېواد د ساتنې او کنټرول بشپړې وړتیاوې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب