سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeمقالېد امریکایي، پوځونو وتل، فرصتونه، ننګونې د امریکایانو راتلونکې ستراتیژي

د امریکایي، پوځونو وتل، فرصتونه، ننګونې د امریکایانو راتلونکې ستراتیژي

 رباني وحدت

شیخ زاید پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی استاد

کیدای شي د ډېرو کسانو لپاره له افغانستان څخه د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن له لوري د امریکایي پوځ د وتلو پریکړه هېښوونکې وي، ځکه زیاتره سیاستوال او سياستپوهان په دې آند وو، چې امریکایان او متحدان یې د اوږدمهاله ستراتیژیکو اهدافو د لاسته راوړلو او خوندې کولو په موخه افغانستان ته راغلي او تر اوږدې مودې به د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم پوځي حضور او نظامي اډې ولري. که ژور فکر او هر اړخیزه څېړنه وشي، ممکن دغه باور او نظر سم وي، ځکه د امریکا او متحدینو له لوري د افغانستان پر خاوره دومره زورور هجوم او په افغانستان کې د سلګونو ملیارده ډالرو لګول، د دې ښودنه کوي چې دوی د اوږدې مودې پاته کېدو تابیا او اراده لرله؛ خو حقیقت دا دی چې دوی په محاسبه کې ستره تېروتنه کړي وه، د افغانستان عیني واقعیتونه، د افغانستان تاریخ  او د افغانانو ذهنیتونه یې سم نه وو درک کړي، د خپلو پلویانو او مخالفینو په وزن کولو او محاسبه کې هم سخت تېروتې وو. امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې د تېرو تقریباً دوو لسیزو په اوږدو کې د خپلو مخالفینو په ځانګړي ډول طالبانو د ځپلو او له منځه وړلو په موخه د نړۍ تر ټولو پرمختللي تکنالوژي، پرمختللي جنګي وسایل او تجهیزات، ډول ډول نظامي تکتیکونه او سیاسي رویشونه وکارؤل، مګر بریالي نه شول او د خپل اوږد مهاله شتون لپاره یې له سیاسي، نظامي او فکري پلوه زمینه مساعده نه کړه. په همدې اساس، امریکایان په دې پوه شول، چې د نړۍ د نورو هېوادونو برعکس په افغانستان کې پاته کېدل او د جګړې ګټل ناشونی دی او د افغانستان په اړه، د هغه خبرې منلو ته یې غاړه کېښوده، چې افغانستان نېول اسان دي، مګر ساتل یې ګران دي.  د امریکا له لوري د پوځونو له وتلو وروسته درې احتماله د بحث وړ دي:

۱- د امریکايي پوځونو وتل   معنا نه لري، چې امریکا د افغانستان له قضیې څخه هم ځان باسي. یو احتمال دا دی، چې امریکایان تر وتلو وروسته له مالي او سیاسي پلوه د اوسني واکمن نظام او سیستم ملاتړ ته دوام ورکړي، ځکه امریکایان په دې پوهیږي، چې د دوی تر وتلو وروسته له مالي ملاتړ پرته د واکمن نظام پايښت او بقاء ستونزمنه ده. بناءً د اوسني نظام د بقاء غوښتلو په صورت کې امریکا مجبوره ده چې له مالي او سياسي پلوه د واکمن نظام ملاتړ وکړي، خو واقعیت دا دی چې د مالي پلوه د واکمن نظام ملاتړ امریکایانو ته په درانه قیمیت تمامیږي او امریکایان هم نور نه غواړي چې د دوی بودجه او د ټکس پېسې په داسې یو هېواد کې مصرف شي، چې په اداري فساد کې په نړېواله کچه لومړی مقام لري. په همدې اساس، دغه احتمال ډېر قوي نه ښکاري.

۲ – د دې لپاره چې له یوې خوا د امریکا بودجه او د ټکس پیسې بېځایه نه وي مصرف شوي او له بلې خوا تر یوه بریده په دې توانېدلي وي، چې په راتلونکې نظام کې په نسبي ډول خپل نفوذ وساتي؛ نو کیدای شي په افغانستان کې د داسې ټولشموله حکومت په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، چې د طالبانو اسلامي تحریک په ګډون ټولې ډلې پکې برخه ولري. په دې سره به امریکایان توانیدلي وي، چې د تريلیونه مصرف شوو ډالرو په قیمت ترلاسه شوي ځینې اهداف وساتي. د نړۍ او سیمې وضعیت ته په کتو دغه احتمال کیدای شي، د افعانستان په قضیه کې یو شمېر ښکیلو هېوادونو ته هم د منلو وړ وي.

۳- دریم احتمال دا دی چې د امریکا متحده ایالات، د جمهوریت او امارت غوښتلو تر عناوینو لاندې، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او ټولشموله حکومت پر ځای، د امریکایانو په مرسته د رامنځته شوي حکومتي سیستم او طالبانو ترمنځ، د جنګ د دوام ملاتړ وکړي او په افغانستان کې د یو مقتدر، خپلواک او مسؤولیت منونکی حکومت د رامنځته کېدو مخه ډب کړي، ځکه په داسې حالت کې به امریکایانو او د دوی غربي متحدین یوازې پيسې مصرفوي او د افغانانو خپلمنځي وژنو ننداره به کوي. له بده مرغه د دغه احتمالي حالت څخه ګاونډي، د سیمې او د نړۍ یو شمېر نور هېوادونه هم ملاتړ کوي، ځکه یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې ځواکمن او پراخ بنسټه حکومت د خپلو ناروا اهدافو او غوښتنو پر وړاندې خنډ او ګواښ ګڼي.

د امریکایانو له احتمالي وتلو وروسته، د اشرف غني تر مشرۍ لاندې حکومت، د طالبانو اسلامي امارت، د حکومت سیاسي مخالفینو او په ټوله کې ټولو افغانانو ته یو ځل بیا ستر تاریخي مسؤولیت ورله غاړه کیږي، ځکه که دا ځل بیا هم ښکیلې لوري د نویمې لسیزې په څېر د قدرت او اقتدار پر سر د خبرو اترو پر ځای له جنګ، خشونت، زور او وسلو څخه کار واخلي؛ نو دا به د ځورېدلي او جنګ ځپلې افغان ملت په حق کې نه بښونکی خیانت، ستر ظلم او بې عدالتي وي. له ټولو مشرانو، بانفوذه کسانو او ښکیلو لورو څخه مو هیله او غوښتنه دا ده، چې له دغه تاریخي فرصت سره مسؤولانه او مدبرانه چلند وکړي. یو بل ته د ورورګلوۍ او ريښتینوالۍ لاسونه ورکړي.

1 COMMENT

  1. معاش له حکومته اخلئ خو د طالب بادار ته مو یوه زره اشاره نه ده کړې. د پاکستان نوم مو هم له ډاره نه دی یاد کړی.
    د دې حکومت تر ټولو لوبه بیغیرتي همدا ده چې هغو کسانو ته معاش ورکوي چې بد رد ورته وايي. یو څو تنه چې د حکومت د پالیسۍ په خاطر له دندو وشړي او څو تنو ته سخته سزا ورکړي، بیا به تاسو وګورئ چې وضعیت څنګه کیږي.
    د طالب کامیابي دا ده چې که څوک معمولي انتقاد پرې وکړي سر یې ورپرې کوي.

    رشید

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب