تاند (پنجشنبه د حمل ۲۶) طالبانو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په غبرګون کې ویلي چې امریکا د دوحې هوکړه تر پښو لاندې کړې ده.
طالبانو نن پنجشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، امریکا د نورو تېروتنو ترڅنګ د ځواکونو د اېستلو مسئله هم په میاشتو میاشتو ځنډنۍ کړې ده چې په دې سره یې نړۍ ته وښوده چې دوی د باور وړ نه دي.
په اعلامیه کې راغلي، «د شوې توافقنامې او ژمنو سره سره، په لومړي سرکې د شپږ زره بندیانو د خلاصون لس ورځنی بهیر شپږو میاشتو ته غزول، بیا د بین الافغاني مذاکراتو له شروع کیدو سره په دریو میاشتو کې د باقي بندیانو نه خلاصون، د تور لیست نه ختمول، له دولسو سوو څخه زیاتې تخطیانې کول او بالآخره اوس د ځواکونو د ایستلو په نيټه کې څو میاشتې ځنډ اعلانول، به ټولي نړۍ ته ښکاره کړي چې په امریکايي جهت باور نشي کیدای او هغوی خپلو وعدو او تعهداتو ته ژمن نه دي.»
طالبانو دغه راز ټینګار کړی دی چې امریکا شوې هوکړه تر لس ځلې ډېره نقض کړې ده او زیاتوي چې دا چاره طالب جنګیالیو ته د هر ډول اقدام لار پرانېزي او د بدو عواقبو پړه به یې هم د امریکایي لوري پر غاړه وي.
طالبان وايي، ملګري ملتونه او هغه بنسټونه چې د دوحې د هوکړې شاهدان و، په امریکا دې فشار وارد کړي، څو د دوحې هوکړې پر ژمنو عمل وکړي او په ټاکلي وخت خپل پوځیان له افغانستان څخه وباسي.
طالبان وايي، د ټولو بهرنیو سرتېرو د وتلو په صورت کې د افغان جګړې سوله ییز حل ته ژمن دي او له امریکا او نورو بهرنیو هېوادونو څخه یې غوښتي چې په افغانستان کې د جګړې اوږدولو لپاره بهانې ونه لټوي او هر څه ژر خپل سرتېري وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله تازه اعلان کړې پرېکړه کې ویلي چې د سپټمبر تر یوولسمې به له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي او په دغه هېواد کې به خپله اوږده جګړه نوره پای ته ورسوي.
په همدې حال کې د لویدیځ استخباراتي سرچینې وايي، طالبان به جګړې ته شدت ورکړي او د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به د بیلابیلو قوتونو ترمنځ په افغانستان کې هغسي سخته او خونړۍ جګړه پیل شي چې په نوي یمه لسیزه کې چې یې دا هیواد شاهد و.
د نوي یمې لسیزې په کورنۍ جګړه کې کابل تقریباً په بشپړ ډول ویجاړ شو.