جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبلېنکن: جو بایډن غواړي، د افغانستان جګړه پای ته ورسوي

بلېنکن: جو بایډن غواړي، د افغانستان جګړه پای ته ورسوي

تاند(دوشنبه، د حمل ۲۲) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، جو بایډن غواړي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي.

نوموړي دا خبره تېره ورځ له ان بي  سي تلویزیون سره په مرکه کې وکړه.

ښاغلي بلېنکن په دغه مرکه کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه: “ولسمشر جو بایډن ژمن دی، چې د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي او امریکايي سرتېري بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.”

د هغه په وینا، امریکا تر خپله وسه هڅه کوي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي مرکز بدل نشي. په ځانګړي ډول هغه ترهګر چې له دې هېواده د امریکا پر ضد فعالیت کوي.

ښاغلي بلېنکن زیاته کړه، په افغانستان کې د کورنۍ جګړې بیا پیل کېدل د افغان حکومت، طالبانو او دې هېواد د خلکو په زیان دي.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د فیبرورۍ په ۲۹مه تړون وشو، چې له مخې یې باید له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه د روان میلادي کال د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې وتلي وای؛ خو جو بایډن ویلي چې تر ټاکل شوې نېټې پورې د ټولو امریکايي سرتېرو وتل ستونزمن دي.

2 COMMENTS

  1. مامور صاحب بلینکنه خبره واوره!!
    تاته دي وویل شي:
    تا منحیث الدولت له طالبانو سره په دوحه کې قرارداد کړی دی، خپل سیالان روس، چین او نور بلا و بدتر هم پکې ناست وو. په ډيپلوماتیکه ژبه لوزنامه دي لاسلیک کړې ده!
    د ډیموکراسئ دعوې داره، ته نه پوهیږي چې ته څه وايي، ستونزه یې بیا څه معنا؟؟
    ګوره سړیه!
    دنیاوال پر ځان مه خندوئ، د طالبانو و تیشې ته لاستی مه ورکوئ، ځان په نړیوال پلات فورم کې تر دې ور ها خوا مه ریشخندوئ، کونه کاږئ، کنه داواري به دتیښتي لاره ځکه درباندي ورکه کړي چې د عامو افغانانو بډوګي درته پړسیدلي دي. ټول افغانان داسي فکر نه کوي، لکه دا یوڅو بلا وهلي ټامیان او اجرتي خیطان.
    په والله چې خوا مې درته بدیږي، ځکه یوه واړه حرکت لاره در څخه ورکه کړه، شل کاله کیږي در سره جنګیږيږي. د اته څلویښت ملکونو غروړي سربازان هم در سره ملګري ول، څه مو ونه شوای کړی، نو اوس خو ولاکه طالب د سړي په سترګه لا درته ګوري!
    بهانې مه جوړوئ، کډي باروئ!
    له افغانستانه و تاسو ته هیڅ خطر نه دی متوجه!!!
    زموږ زرکلن په پښتو ژبه کې لږ مشکل لري، مخصد یې بر عکس و، خو انسان ده خبره یې له خولې ووتله، اوس پښیمان دی!
    سر دي لکه چې نه شو خلاص بلینکنه!

  2. خطر متوجه ده، د چی خطر متوجه ده؟
    تاسو ایخوا دیخوا مکوی ټول ولس پوهیږي چې تا ته خطر له لهکوم ځایه متوجه ده، اصلی ځای ته ګوته ونیسی، او دا نور کرایه شوی ګرم ندی، خپل مسولیت به ادا کوي او د هغه چا لپاره چې دوی یې کرایه کړی دی هر کړنه به د هغوی په فرمایش او لارښونه تر سره کوي، که هغه هره ناروا کړنه وي.
    او بل دا جګړهاستخباراتی او د واک جګړه ده، دې ته نور نومونه ورکول ځان دوکه کول کول دي.
    وسلام!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب