پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد جمهوریت په ملاتړ غونډه؛ حیات الله حیات: افغانان د پخوانیو پېښو...

د جمهوریت په ملاتړ غونډه؛ حیات الله حیات: افغانان د پخوانیو پېښو تکرار نه غواړي

تاند (دوشنبه د حمل ۲۳) د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، افغان حکومت او ولس رښتیني سوله غواړي؛ مګر نه غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د بهرنیو استخباراتو لاس ته ولوېږي.

حیات الله حیات دغه څرګندونې نن دوشنبه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د جمهوریت په ملاتړ په یوه لویه ولسي غونده کې د وینا پر مهال وکړې.

ښاغلي حیات وویل، افغان دولت او ولس رښتینې او صادقانه سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې بې ساري قربانۍ ورکړې دي.

د نوموړي په وینا، حکومت او ولس نه غواړي چې د ډاکتر نجیب الله د وخت تریخ تاریخ یو ځل بیا تکرار شي او افغانستان د پردیو استخباراتو لاس ته ولوېږي.

هغه زیاته کړه، دا جګړه یوازې د افغانستان نه بلکې د نړۍ جګړه ده او دلته استخباراتي ډلې د خپلو ګټو لپاره فعالې دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار وکړ چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او ولس په ټول توان سره د نظام، ارزښتونو او تېرو لاس ته راوړنو ساتنې ته ژمن دي او دښمن ته به اجازه ورنه کړي، چې هر څه یې بیا په اوبو لاهو کړي.

حیات الله حیات په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې د خلکو او پولیسو تر منځ به واټن راکموي، د غلو، داړمارانو او نشه يی توکو د قاچاقبرانو او غاضبینو پر ضد به کوټلي ګامونه اخلي.

2 COMMENTS

  1. وسړیه، زوی لویه لغمانیه حیات خانه! که تاسو هر څه ویل موږ به یې منو؟؟؟؟؟؟؟؟؟
    ته او خدای چې ته رښتیا د سولي او ارامۍ له غمه مړیې؟!
    نو که سوله راشي او د افغانانو سر ته سد ور شي، ته او خدای اتمه رتبه مامور به قبول شې؟؟؟؟
    داسي سم صفا ووایه مړه:
    غم د چوکۍ او پیسه ګۍ ده….. کنه په خدای دومره چلول چې په تاسو کې دی که یاد ملا ورپام وي او یا چړي طالب خوار ورباندي خبر لا وي.
    پریږدئ دا بې ځایه غونډي منډي اوس ټول خلک پوهیږي چې خلیلزاد لغماني کونج ته کړي یاست، خدای که به غوړه…ورڅخه خلاص شئ. هغه ورځ مې هیره نه ده چې د خلیل زوی و کابل ته راغی، زرکلن ته مقاومتي امرالله خان ګف ور کړ او و جلال اباد ته یې د یوې پروژې د درېیم ځل د افتتاح لپاره ځان سره بوت هاغه لنډي فضل فضلي یې هم تر مخې منډې وهلې. ستاسو او د سیاست یې سره څه؟ بار کړئ بار کړئ شلغم مو، دلته یې نور څوک نه رانیسي.
    سر دي باندي خلاص شو، عالي شانه حیات الله خانه؟؟

  2. و سړیه زوی لویه محمده پاکستانیه ګوډاګیه، آوس ټول نړي شياطین او منافق ګوډاګیان یې ښه پېژني. خلک هوښيار شوي، که حیات او بل دولتی کس یې ووایې کنه، خلک اوس پوهېږي چه دلته څه روان دي. که دولت خپل افغاني شلغم نشی خرڅولې نو د ټالب پاکستاني ډال او پیتې هم سل په سلو کې نه اخلي.
    يو متل دی چې وایې.
    سپیان به غاپې، یو غریب او بل غریب به داړي، خو د افغانستان دپرمختګ او ترقې کاروان به انشاءالله پرمخ روان وي
    سر دی خلاص شو عالی شانه محمد خانه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب