سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: تمه ده چې د افغان سولې په اړه د ترکیې...

امرالله صالح: تمه ده چې د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته روانه اونۍ تر سره شي

تاند ( یکشنبه، د حمل ۲۱)  د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، تمه کیږي چې د افغانستان په اړه د ترکیې ناسته روانه اوونۍ پیل شي.

نوموړي چې نن یې د جمهوري نظام څخه د کابل د کوهدامن خلکو د ملاتړ غونډه کې خبرې کولې وویل چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي لوري د یادې غونډې اجنډا تېره ورځ له افغان حکومت سره شریکه کړې ده.

د امرالله صالح په وینا د دغه اجنډا مهمه برخه پر ارزښتونو توافق دی خو وایي دا معلومه نه ده چې پر یادو ارزښتونو به لس ورځې او که به یوه میاشت بحثونه وشي.

لومړي مرستیال زیاته کړه چې د یادې طرحې مهمې مادې اوربند او د حکومت جوړېدل دي.

د هغه په خبره، افغانستان بیا (طالباني) کېدای نه شي او طالبان باید د یو «جز» په توګه د افغانستان د خلکو ترمنځ په سوله کې ژوند وکړي.

نوموړي زیاته کړه: ((طالبانو نه جګړه ګټلې او نه د هېواد په خاوره حاکمیت لري، را دې شي او د افغانانو تر څنګ دې سوله ییز ژوند وکړي.))

هغه وايي، طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان د زور له لارې ونیسي او خلک په لرګیو ووهي.

د ولسمشر لومړی مرستیال دغه راز وایي، که چیري د ترکیې ناسته کې د سولې حکومت پر جوړښت توافق هم وشي نو دوی به (افغان حکومت) له خلکو سره مشوره وکړي.

ورته مهال د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داودزی وايي، تحمیلي سوله افغانانو ته د منلو نه ده.

نوموړي چې یادې غونډې ته وینا کوله وویل چې په هیواد کې باید عادلانه او سرتاسري سوله رامنځ ته شي.

نوموړي زیاته کړه چې د ترکیې په غونډه کې باید له اساسي قانون او ازادیو څخه دفاع وشي.

داودزي زیاته کړه چې هیڅ چاته اجازه نه ورکول کیږي چې اساس قانون او جمهوري نظام ته ګواښ پېښ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه ملګرو ملتونو، امریکا، افغان مرکچي پلاوي، طالب پلاویو، ترکیې او قطر ته د ګډو اصولو په نوم یو ۹ماده‌ییز نوم‌لړ سپارلی چې له مخې یې د ترکیې له جوړیدونکي کنفرانس وړاندې په ځینو مهمو مورادو هوکړه وکړي.

4 COMMENTS

  1. لمړی باید ددوحې تړون عملي شي او بیا د ترکې کانفرانس ، دا د طالبانو سره چل دی او د اشغال دوام دی ! طالبان باید ددوحې په تړون کلک ودریږي او وروسته له اشغاله په کنفرانسونو کې ګډوڼ وکړي ! مننه

  2. د مقاومتي امرالله خان زیاتره خبرې کږې وې، د خلیلزاد د سولي و پلان ته پاټک نیول وو، اوس دا له هیچا پټه نه ده چې نموړی په ټول حکومتي چوکاټ کې افراطي او چوکۍ خوښی چارواکی دی.
    امرالله پدې پوهیږي چې که سوله راشي بیا دده د چرندیاتو لپاره ځای نشته. افغانان سوله غواړي، په اساسي قانون او جمهوریت ټينګار یوازي د چوکۍ وږیو او مفسدینو لپاره بهانه ده. دا ‌‌‌‌‌‌ډول غون‌‌‌‌‌‌ډي جوړول تر وارخطایي ور ها خوا بله معنی نه لري. خلک هوش لري، عقل لري، حافظه لري د نظار شورا د مقاومتیانو او طالبانو تر منځ توپير کولی شي.
    د امرالله خان زوی په لندن کې اوسي، د خوار و غریب زوی د خپل اولاد د نس مړولو لپاره له مفسدینو څخه د دفاع په تاوده سنګر ته خپله سینه سپر کړې ده.

  3. دو تن از کارمندان استخبارات پاکستان مقیم‌ قطر،طبق هدایت ريس استخبارات و لوی درستیز آن کشور،با ملا برادر معاون سیاسی گروه طالبان ملاقات و از وی خواسته اند الی عملی شدن پیمان دوحه،با بهانه های گوناگون تلاش نمایند تا نشست ترکیه را به دو ماه بعد از ماه می به تعویق اندازد.
    منبع: ډیلی بیست

  4. دا امرالله صالح نه بلکې پاکستانی جاسوسان او ګوډاګیان دي چې ډېر وارخطا دي. تخلصونونه یې د دوکتورا دی خو خبرې یې ډېرې عجولانه. فکرکوم ددوی داکتري به هم په نفاق اچولو او افغان وژنه کې وي. د ترکیه مجلس د قطر د هغو په دوام دی. خو پاکستانی ګوډاګیان لا له وخته وارخطا دي چې نه چې طالب یو ځل سوله وکړي. ګور مو وران شه شياطینو او دلالانو. ژوندی تل او سرفرازه د وي افغانستان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب