دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+طرحه ښه ده خو يو ځاى پکې اوښ په شا کيږي‎

طرحه ښه ده خو يو ځاى پکې اوښ په شا کيږي‎

د عبدالوحيد “وحيد” ليکنه

که په جګړه کې ښکېل اړخونه د هوا  ګزول پريږدي،  په خيالي نيليو باندې له  الوت څخه راښکته شي او د حقائقو په هنداره کې د خپل هېواد اوسني څپڅپانده سياسي او امنيتي وضعیت ته ځير شي، نو به پوه شي چې؛ دلته روانه جګړه  د هغوى نه ده، هغوى د خپلو ستونځو د هوارولو وړتیا نلري، نن لاسته راغلي فرصتونه بيا بيا نه راځي ، که د وخت په حساسیت پوه نشي هرڅه به بايلي، که د اوسنيو هوايي ډزو او احساساتي شعارونو سره د ترکيې غونډې ته ځي، نو پښيمانه به شي، د دوحې د بين الافغاني مذاکراتو ناکامي زمونږ سرونه ښکته کړل، جګړه ختمول اړين دي، بيه غواړي، هغوى د قيمت ورکولو ته مجبوريت لري، د ترکیې ناسته کې به افغانان د مالکانو نه، بلکې د ميلمنو حيثيت ولري. د ځانونو لپاره د سولي په نوم امتیاز غوښتل دغه هېواد او ملت ته ستونځه او ناورين جوړوي. هغه ناورين چې کيداى شي د نظام د نسکوريدو لامل وګرزي چې بيا به يې يقيناً هيڅ لورۍ د مديريت توان ونلري.

د روانو څو لسیزو جګړو د ختمولو په موخه مونږ ته دوه ځله فرصتونه برابر شوي چې لمړي ځل د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي بينن سيوان  په منځګړيتوب د سولي پروسه وه، (تبصره ورباندې نکوم)  خو متأسفانه  سبوتاژ کړاى شوه. بل فرصت همدا اوس برابر شوئ ده. خداى دي وکړي چي يو ځل د خپلو او پرديو په لاس سبوتاژ نشي او هيواد مو د يوې بلې خوسا کورنئ نيابتي جګړې ډګر و نه ګرزي.

په افغانستان کې له جګړو څخه د افغانانو کرکه، د امریکا ستوماني او د ختمولو لپاره يې ددغه هېواد اراده،
د خپلو ځواکونو د مسئولانه ایستلو لپاره د ابرومندانه لارې لټون او په دغه هکله له چين روسيې، پاکستان او د سيمې له هيوادونو سره د همغږي هڅې عموماً فرصتونه ګڼلاى شو.

شک او تردد شتون نلري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې داسې ابهامات  شتون لري چې  ځينې کورني اړخونه او د سيمې ځينې هيوادونه دغه تړون ته د بې باوري او شک په سترګه ګوري. که د هغوى اندېښنې بيځوابه پاتې کېږي، نو  له کورنیو ناراضه اړخونو سره د لاس يو کولو په صورت کې د ممکنه نيابتي جګړو پيلولو ته لاره هواريږي.

امریکا، چين، روسيه او پاکستان د افغانستان مسئلې په تړاو نسبي هوکړې ته له رسيدو او د مسکو له ناستې وروسته د دغې اندېښنې کچه ښکته شوې ده چې د امریکا سوکه، کمزورئ او متمائل دريز د مذاکراتو پروسه اوږده کړې ده. دغه اوږدوالئ په نظام کې د انتشار او وارخطايي ان تردې چې عمداً او سهواً د نظام سقوط لامل ګرزيداى او داسې ناورين يې زيږولاى شو چې مديريت به د حکومت، حتى د امریکا له توان څخه بهر وه. مګر اوس هم د هند او ايران ناڅرګند دريزونه (چوپتیا) د هيواد د جنګ سالارانو وروستي مسافرتونه د افغانانو او نړیوالو لپاره باید د ژورې اندېښنې وړ مسئله وى. دواړه هېوادونه په ځانګړي ډول هند په هرحال باید د افغانستان د سولې په پروسه کې په اعتماد کې واخيستل شي.

مونږ پوره باور لرو چې سوله نه په خيرات کې راکول کيږي او نه هم وړيا  ترلاسه کيداى شي. سوله پياوړې اراده، مستحکم عزم او  قيمت ورکولو ته اړتیا لري. زه په فکري لحاظ له امریکا څخه د ډيرو دلائلو پربنسټ کرکه لرم، خو د سولي هنر باید ورڅخه څخه زده کړو. امریکا اوس هم د نړئ تر ټولو پياوړئ هيواد ده. دغه هېواد عموماً په نړيوالو مسائلو او شخړو کې متکبرانه  دريز او مغرورانه چلن کوي. مګر کله چې پوه شو چې له طالبانو سره سوله يې د ملي ګټو په چوکاټ کې سمون خوري، نو له همدغې ډلې سره په چلن کې يې څومره په لوړه کچه انعطاف، تمائل او تنزل وښوده. د همدغه انعطاف له امله يې وکولاى شول له دښمن سره سوله او حتي ځان د دريمګړي په توګه مطرح کړي. زمونږ حکومت او سياسي ډلې هم باید  د انعطاف لاره خپله کړي، سولې ته د قرباني او قيمت ورکولو لپاره تيار شى. که امریکا له طالبانو او طالبان له امریکا سره سوله کولاې شي نو حکومت او طالبان له خورا زیاتو مشترکاتو درلودلو سره سره دغه کار ولې نشي کولاى؟

مونږ د نظام له نسکورېدو څخه د خوف په موخه په نظام کې د سمون او بدلون پلوي کوو. موقت حکومت د نظام د تسلسل په وړاندې ننګونه ده. د پرمختګونو مخه نيسي. د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي په تړاو  ضد او نقيض دريزونه، سولې ته د رسيدو په تړاو د افغانانو تياره شاليد د سولې په موخه ننګونکې ستونځه ګڼلاى شو، خو موقت حکومت که د طالبانو لخوا د سولې لپاره د شرط په توګه مطرح کيږي، نو د دواړو خواوو ترمنځ د باور د نه شتون له امله د نظام د نسکورولو د خطر د مخنیوي په موخه په نظام کې وقفه د سولي د قيمت په توګه موجه ګڼو.  له شخص څخه د دفاع پرځاى له سولې او ملي ګټو څخه ملاتړ اړين ده. مهمه نه ده چې راتلونکۍ حکومت  د کوم ميکانيزم په چوکاټ کې وى، خو اړينه ده چې مشر يې په ديني حساسيتونو او ملي ارزښتونو باندې پوه پاک او له هر ډول تعصباتو څخه پاک شخصیت وي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا او اروپايي ټولنې ترمنځ د نظر واټن شتون لري، خو بهرني ځواکونه، نه زمونږ په سلا او مشوره راغلې او نه هم زمونږ مني، ځکه خو ناکام شو، خو په دغو ځانګړو حالاتو کې زمونږ غوښتنه ورڅخه داده چې وتل يې څومره ژر چې ممکن وي باید په مسئولانه توګه او  ځمکنیو حقایقو ته په کتو عملي شي.  په ښکېلو غاړو د هغوى اغيزې زياتې دى او دغه اغيزې باید د سولې په موخه وکارول شي.

اوس افغانان د ترکيې ناستې ته روان دي. د وخت  غوښتنه داده چې  د امتیاز اخيستلو په فکر کې د پريوتو پرځاى يې د انعطاف په ښودلو باندې فکر کړۍ واى. مګر داسې ښکاري چې ولسمشر غني د خپل واک له قرباني پرته هرې قرباني ته تيار دى. زه هم نه غواړم ولسمشر حتماً ګوښه شى، خو که سوله د نوموړي په استعفا پورې وتړل شي او نړيوال تضمین شتون ولري، نو ملت ته سوله ارجحيت لرى. طالبان تر اوسه پورې متاسفانه ځانګړي طرحه نلري. عمومي متحد المال اصطلاحات کاروي. د خپلو احتمالي ستونځو د مخنیوي لپاره لا هم ولس ته د خپلو مشخصو غوښتنو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.

له اوسني وخيم سياسي وضعیت او هر اړخیزو ګواښونو له شتون سره سره له حکومت او طالبانو پرته د سياست نور مخکښان او مدني ټولنې هم د ترکیې ناستي ته داسې طرحې جوړوي چې په ملي ګټو ارمانونو او اجندا باندې د تمرکز کولو پرځاى په شخصي، انډيوالي، ګوندي جنسيتي او سمتي ګټو راڅرخيږي. زمونږ د سياست په خد او خال کې پوخوالئ او د ايماني فراست څرک لاهم نه ليدل کېږي. ولسمشر غني هره ورځ د خپل واک د خوندیتوب لپاره تازه  طرحې وړاندي کوي، ورځ تر بلې انعطاف ښئي، خو  په هر طرحه کې واک حتماً د ځان ګڼي او په همدغه کنډو کې اوښ حتماً په شا کيږي. د مصالحې عالي شورا ځانته طرحه لري، هر سياسي ګوند ځانته طرحې لري.  د ټولو اړخونو ټول تمرکز په دې وي چې څنګه د راتلونکي حکومت په اډانه کې ښه غوښن امتیاز ترلاسه کړي. مګر متأسفانه دغه ذهنيت مو د مکې پرځاى ترکستان ته بيايي. که په ملي اجندا سره راټول نشو، بيا به افسوس کوو خو هيڅ به په لاس نه راځي.

فکر کوم ګاونډي هېوادونه هم تر بل هر وخت ښه فرصت په لاس کې لري چې له افغانانو او نړیوالو سره په ګډه د پخوانیو اشتباهاتو د تکرار او ناروا ګټو د لټون پرځاى د روا ګټو د خوندي ساتلو لپاره هڅې همغږې کړې. ارام افغانستان د هيڅ هيواد لپاره ګواښ نه جوړيږى. په سيمه کې اقتصادي پروژې پيل او ګټې له له يو بل سره وتړل شي. داسې مشترکات ولټوي او داسې ستراتیژی جوړه کړي چې د افغانستان له ګټو سره په په ټکر کې نه وي. له داسې تحرکاتو او مانورونو څخه ډډه وکړي چې په افغانستان او سيمه کي د جګړو د لمبو پراختیا ته لاره هواره کړي. هغه لمبې چې د هغوى سر اومال هم ننګولاى شى.

مونږ په افغانستان او سيمه کي د سولې د هڅو د بريا لپاره په کور د ننه او له بهرنۍ نړۍ سره همغږي، ګډ کار، ګډه مبارزه، ګډ ژوند او د ګډو ګټو په چوکاټ د يو بل لاس نيوى او له يو بل سره په سوله کې د ژوند کولو پوهې او عمل ته اړتیا لرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب