جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهارواپوهنه: څوک چې ډېر غږیږي، اروایي ستونزه یا ناروغي لري

ارواپوهنه: څوک چې ډېر غږیږي، اروایي ستونزه یا ناروغي لري

تاند ( شنبه، د حمل ) یو شمېر ارواپوهان وایي، هر هغه څوک چې په ټولنه او مجلسونو کې له تر ټولو ډېر غږیږي نو لرې نه ده چې اروایي ستونزه او یا ناروغي دې ولري.

په داسې حال کې چې د انسانانو تر منځ په هر اړخیز ډول توپیرونه موجود دي. هېڅ کله هم یو انسان د بل په څېر کړه وړه او عادتونه نه لري.

هرو مرو به د دوو اشخاصو تر منځ په یو نه، یو اړخ کې توپیر موجود وي؛ خو ځینې خلک په یوه عادت کې سره تر ډېر ورته وي.

هغه په مجلس، ناسته، ټېلیفون او د ورځې په بېلابېلو وختونو کې ډېر غږېدل یاد شوي دي.

ډېری یې بحث ډېر کوي، یعنې په هره موضوع کې ډېر غږېږي.

اکثریت یې تر ډېره پورې په هره موضوع او هر بحث کې ځان ښکېلوي او هڅه کوي، څو محفل انحصار کړي.

دا چاره د ارواپوهنې عالمانو یوه ستونزه او اروایي ناروغي یاده کړې ده.

ځينې خلک چې کله له نویو کسانو سره په ورته حالت کې یو ځای شي، هڅه کوي، څو چوپ واوسي.

د اروا پوهنې یو استاد جیزرت په دې اړه ویلي؛ تر ټولو غوره کار دا دی چې موږ ډېر غوږ ونیسو او کم وغږېږو.

دا چاره هم زموږ روغتیا، ارزښت او دروندوالی ساتي او هم به مو مجلس ته ځان با ارزښته معرفي کړی وي.

نوموړی زیاتوي، تر ډېره په انتظارځایونو، هغه موټرو کې چې زیاته سورلي پکې یو ځای سفر کوي، ځینې کسان اړوند ټولو کسانو ته مزاحمت جوړ شي.

د هغه په باور، علت یې دا نه وي چې دا کس د کوم بل چا پر څوکۍ ناست وي، بلکې بېلابېل بحثونه، ډېر غږېدل او هم په لوړ غږ خبرې هغه څه دي چې یاد کس نورو ټولو ته یو سرخوږی او مزاحمت جوړ شي.

د ارواپوهنې او روان پوهنې لیکوالان په اړوند برخه کې له لوستونکو په ډېر ټینګار غواړي چې اړوند ټکي په پام کې ونیسي.

دوی زیاتوي چې دا کار هم روغتیا ته ګټه لري، یعنې ذهن ــ دماغ ارام وي، رواني تشویش ختمېږي او هم اړوند کس یو دروند شخصیت معرفي کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب