دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد اصغر افغان د کیپتانۍ بریالیتوبونه د هند د دهوني له بریالیتوبونو...

د اصغر افغان د کیپتانۍ بریالیتوبونه د هند د دهوني له بریالیتوبونو سره برابر شول

تاند(شنبه، د حوت ۳۰) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي د خپلې کپتانۍ په موده کې خپلې لوبډلې ته د بریاوو شمېر د هند د نامتو کپتان او لوبغاړي ایم ایس دهوني له بریالیتوبونو سره برابر کړ.

د جمعې په ورځ زمبابوې ته په ۴۵ منډو ماتې د اصغر افغان او دهوني د ګټلیو لوبو شمېر مساوي کړ.

د انډیا ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، دواړو تر خپلې کپتانۍ لاندې په شل اوریزو سیالیو کې ۴۱ بري ترلاسه کړي دي.

د دهوني په کپتانۍ کې د هند د کرکټ ملي لوبډلې په ۷۲ شل اوره سیالیو کې ۴۱ مسابقې ګتلي چې په سلو کې ۵۹ اعشاریه ۲۸ کېږي. په همدې حال کې اصغر افغان په ۵۱ مسابقو کې ۴۱ مسابقې ګټلي چې په دې حساب تر دهوني بریالی دی ځکه چې د ګټلیو لوبو فیصدي یې ۸۱ اعشاریه ۳۷ ته رسېږي.

خو له بلې خوا د هند ټیم له لا غښتلیو لوبډلو سره لوبېدلی او په ۲۰۰۷ م کال یې د شل اوره سیالیو اتلولي ګټلې ده.

په پرونۍ سیالۍ کې په ۳۸ توپونو د کریم جنت ۵۳ منډو او په ۱۵ منډو د محمدنبي ۴۰ منډو د افغانستان له بري سره لا ډېره مرسته وکړه. د افغانستان له لوري په شل اوره سیالۍ کې د ۱۹۴ منډو لوړ هدف سبب شو چې د زمبابوې لوبغاړي وارخطا شي او پر له پسې وسوځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب