یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeټولنیزتعامل | محمد مصطفی سمون

تعامل | محمد مصطفی سمون

د جبري ژوند له اختیارولو څخه د انساني افکارو په تناظر کې بېلا بېل برخوردونه برملا کېږي، چې د وخت له غوښتنو سره تعامل وکړي. ځینې څیزونه د افکارو د پیاوړتیا او ځینې د کمزورۍ لامل کېږي؛ خو ځینې بیا د افکارو ژورو ته د تگ او روزلو ته لار هواروي. انسان په طبعي توګه د هر ډول حالاتو سره تعامل کوي، هغه که په ذهني یا په فزیکي لحاظ وي. ځکه دا د انساني جوړښت خاصه ده. که مو فکر کړی وي، چې یو کس هیڅکله په سړه سیمه کې ژوند نه وي کړی او سړې سیمې ته لاړ شي د یو څه وخت په تېرېدو سره د وجود جوړښت یې د هغې سیمې له هوا او ژوند له چاپیریال سره تعامل کوي. دا په طبعي توګه انسان د ژوند له شرایط سره د مخامېدو یو ډول برخورد دی.
موږ د همدې تعاملات په رڼا کې کولای شو، چې د ټولنې ځینې پټ فکتورونه وښیو او د ژوند له اړتیاوو او غوښتنو سره یې وصل کړو.
  1. نو د تعاملاتو په نندارتون کې د ژوند شېبې له نویو اړخونو سره د اړیکو لارې پیدا کول پکار دي. د ټولنې د حالاتو تاثر زموږ د هر یوه په فکر، تعامل او برخورد باندې خپل اغېز شیندي. د دې تاثراتو اغېزمنتیا د فردي زاویې او ټولنیزې زاویو کتل هم د فرد تعامل له فرد، کورنۍ او ټولنې سره ښیي، چې د کومې برخې د اغیز تر سیوري لاندې راځي. د هرې قضیې پېښې سره د کوم لیدلوري په رڼا کې برخورد کوي. انسان ټولنیز موجود دی د دې ټولنیزوالي ژوند له تاثر هم اغیزمن دی؛ نو د دې ټولو یو اړخیزو او څو اړخیزو شرایطو سره د ژوند ورځنۍ چارې د تعامل په تله برابرول اړین دي؛ ترڅو د هرې قضیې سره د خپل ځان او ټولنې د فکري سنبالښت په رڼا کې تعامل وکړای شو. انسان د هرې قضیې سره د فردي ذوق له مخې برخورد کول غواړي، چې د راتلونکي ژوند اړخونه یې د ځان بسیاینې لامل شي؛ خو بهتره دا هم کېدای شي، چې د ټولنې په هنداره کې یوازې ځان لیدل نه دي پکار، بلکې د ټولنې ټولې برخې د ذهني هندارې له چتر لاندې تېرول پکار دي.چې ټولنه د افرادو په انسجام کې د مینې او عاطفې اړخ ته لېوال شي او هر برخورد د ټولنې د وګړو په خیر تمام شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب