Homeخبرونهنړیوال بانک له افغانستان سره ۱۱۳ میلیون ډالره بلاعوضه مرسته اعلان کړه

نړیوال بانک له افغانستان سره ۱۱۳ میلیون ډالره بلاعوضه مرسته اعلان کړه

تاند ( جمعه، د کب ۲۹) نړیوال بانک له کرونا وبا سره د مبارزې او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د چټک او مساوي لاس رسي برخه کې له افغانستان سره د ۱۱۳ میلیون ډالرو اعلان کړی دی.

د دغه نړیوال بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له یادې مرسته څخه ۶۰ میلیون ډالره یې د کرونا وبا واکسین د پېر او تطبیق لپاره ځانګړي شوي دي.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې د دې مالي مرستې په واسطه به د افغانستان تر ۱۷ سلنه زیات خلک د کرونا وبا واکسین ترلاسه کړي او هم به د اړینو روغتیایي خدماتو په ښه‌ والي او د کرونا وبا له منفي اغېزو د وتو لپاره مرسته وکړي.

د نړیوال بانک خبرپاڼه وایي، دغه بلاعوضه مالي مرسته چې مجموعي ارزښت یې ۱۱۳ میلیونو ډالرو ته رسېږي، له کرونا وبا سره د چټکې مقابلې او د افغانستان د روغتیایي سېسټم د چمتووالي پروژې له لوري به مصرف شي.

په راپور کې ویل شوي چې اسیا پراختیايي بانک هم ۱۱ سلنه افغانانو ته د کرونا ضد واکسین پیري چې په په وینا یې د نړیوال بانک د مرستو په زیاتېدو سره به نیم میلیون افغانان د کرونا وبا ضد واکسین تر لاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم دغه بانک له افغانستان سره مرستې ترسره کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...