سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهروسیه: د افغانستان نا امني د سیمې لپاره ستر ګواښ ده

روسیه: د افغانستان نا امني د سیمې لپاره ستر ګواښ ده

تاند( جمعه، د حوت ۲۹) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو غونډه کې ویلي، په افغانستان کې د نا امنیو دوام د ترهګرۍ د پیاوړتیا لامل کېږي او سیمه ګواښي.

هغه ټینګار کړی چې خبرې اترې او جوړجاړی په افغانستان کې سولې ته د رسېدو یواځینۍ لاره ده.

لاوروف ویلي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې هر ډول ځنډ نور د زغملو نه دی.

نوموړي هیله ښودلې چې په دوحه کې د افغان سولې روانې خبرې به د افغانستان د قضیې حل په برخه کې مرسته وکړي او ټینګار یې کړی، که اړتیا وي، مسکو کولای شي د بین‌الافغاني خبرو اترو کوربه ‌توب وکړي.

سرګي لاوروف د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې د پسرلي او اوړي په را رسېدو سره په معمول ډول جګړه او نا امني ډېرېږي.

د هفه په وینا، افغانستان باید د سولې داسې هوکړه وکړي چې د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ وي، څو ټول قومي‌ ‌سیاسي ځواک په بر کې ونیسي او د پرمختګ لامل شي.

په ورته مهال افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، په افغانستان کې له سولې پرته د سیمه ییزې راشه، درشه، اقتصادي ودې، او د پاکستان او افغانستان د خلکو د سوکالۍ ګډ ارمان پوره کېدل ناشوني دي.

نوموړي له روسیې مننه کړې چې د افغان سولې خبرو بهیر چټکتیا په موخه يې د ترویکا غونډه جوړه کړې ده.

صادق خان وايي، هېواد یې په دې باور دی چې په مذاکراتو او حکومتولۍ کې پراخ ګډون به په افغانستان کې د تلپاتې سولې هدف ته رسېدو کې د پام وړ مرسته وکړي او نړیواله ټولنه باید په دې حساسو شېبو کې له افغانستان سره د مرستې لپاره ښکېله پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب