دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeټولنیزنهیلۍ ته لیک| رحمت پټان

نهیلۍ ته لیک| رحمت پټان

ناهیلي مرګ دی، ته ژوندی یې، ځکه زما لیک لولې، خو بیا یې ولې لولې؟ ځکه چې ته بل انسان له ناهیلي څخه وباسې.
هله ژر کوه، ژر!
ناهیلې پسې چغه کړه ـــ زه تا نه پېژنم، زه هیله، امېد، تمه او لوېه بریا لرم، ژوند لرم ژوند، دا دی رسېږم، غواړم خلکو ته نجات ورکړم، ته څوک یې!؟
زه خلکو ته هیله ورکوم، ژوند او بقاء خوشحالي ورکوم.
زه خو بریالی یم، غواړم، نور بریالي کړم.
هله ژر کوه، خپلو هیلو ته زمری شه لکه، زمری داسې غوړمپېږه، پرې حمله کړه، بریا ته ګټې، زمری یې، زمری!
ووایه، زه زورور یم، عالي انسان یم، مبارز یم، نه تسلیمېږم، حتا که خولې ته مې ساه هم راشي، زه به لوېو هیلو او د امیدنو سره ژوند کوم. اتل یم، اتل. زه مشکل نه لرم، زه خلک له مشکلاتو وباسم.
ته پوهېږې، هغه غنم چې د ژرندې دواړو پلونو په منځ کې میده کېږي او وړه ترې جوړې، بیا خلک دغه وړه خوشتوي، په سوکانو یې وهې، بیا یې په اور پخوي، له دې وروسته غنم انسان ته ژوند، خوشحالي، نجات او بقاء ورکوي.
په غنم څه نه تېرېږي، هر ډول ظلم ورسره کېږي، بیا هم خلکو ته ژوند ورکوي. اتلان او بریالي خلک همداسې وي، انسانان پرې هر ډول ظلم او ستم کوي، خو دی خلکو ته ژوند ورکوي.
هله ژر شه، نورو خلکو ته ژوند ورکړه. د ژوند په مانا، خوند، مستۍ، په مینه او بریاو یې پوه کړه.
د خپلو شتدو کمو امکاناتو څخه ګټه واخلئ، که درسره دومره څه وي، چې بېګا ته ژوندی پرې ساتل کېږې، خوښ اوسه، ځکه موږ هر څه د دې لپاره کوو، چې خپل ژوند پرې خوښ وساتو.
خوړین خوړین، ناهیلی، ناراسته مه کېږه، هېڅوک ستا له غم څخه نه مري، ته په خپلو مټو زور وکړه، نه د بل په مټو، ځکه دلته خلک ټول ستا څخه زیات مشکلات لري، دا خلک ستا په تمه ژوند کوي، چې ته یې ښه ژوند ته بوځې، ته تمه او او ناهیلی کېږه مه، چې تا سره به مرسته وکړي، ځکه دا خلک ستا مرستې ته اړتیا لري.
هله، هله تکړه شه، له هر انسان، حیوان، ژوي، کاینات، چاپریال او حشرو سره مرسته وکړه.

چې تمه او امید ختم شي، نو ژوند پای ته ورسېږي، هېڅ وخت تمه او امید مه ختمه، هیله ولره. ژر کوه، نوی په خوښۍ ژوند پیل کړه.

زما لیک دې ولوست، بیا داسې فکر وکړه، چې زه خو هیله من انسان یم، تا ولې ما ته د ناهیلي انسان لیک لیږلئ و، په ما عریضه او دعوه وکړه، ځکه ته خو ناهیلی انسان نه یې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب