Homeخبرونهدوستم له ولسمشر غني سره پر امنیتي پلانونو خبرې وکړې

دوستم له ولسمشر غني سره پر امنیتي پلانونو خبرې وکړې

تاند(سې شنبه، د حوت۱۹) مارشال عبدالرشید دوستم له څه باندې دوو کلونو وروسته د لومړي ځل په ارګ کې له ولسمشر غني سره ولیدل.

د راپورونو له مخې ولسمشر غني او عبدالرشید دوستم د سولې پر پروسې او د بین الافغاني خبرو د بریالیتوب لپاره د ملي اجماع پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

دوی د تېرو دوو لسیزو د بریاوو پر خوندیتوب تاکید وکاوه.

دوستم د کابل او شمالي ولایتونو د امنیت په باب ولسمشر غني ته معلومات ورکړل، ویې ویل چې د دولت له وسله والو مخالفانو څخه د فاریاب- مزارشریف او کندوز – کابل د لویو لارو تصفیه عملي پلانونو ته اړتیا لري.

دوستم په ځلونو د یوه ځانګړي ځواک لپاره د مالي امکاناتو غوښتنه کړې او ژمنه یې کړې چې که حکومت ورسره همکاري وکړي په لنډ وخت کې به ټول شمال له طالبانو او داعشیانو تصفیه کړي.

ولسمشر غني د امنیت د ښه کېدو لپاره د دوستم د پلان هرکلی کړی خو په دې اړه یې په زغرده څه نه دي ویلي چې ایا ده ته به د ځانګړي ځواک د جوړولو مالي او تسلیحاتي امکانات ورکړي او که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...