Homeخبرونهنادري: که طالبان اوربند وکړي د نورو بندیانو په خلاصون یې غور...

نادري: که طالبان اوربند وکړي د نورو بندیانو په خلاصون یې غور کوو

تاند (دوشنبه د حوت ۱۱) د افغانستان حکومت وايي که طالبان اوربند وکړي، نو دوی تیار دي چې د نورو بندیانو پر خوشي کولو غور وکړي.

دغه څرګندونې د سولې په چارو کې د دولت وزیر پرون یکشنبه ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې وکړې او وې وویل، د افغانانو تر ټولو ستره هیله دا وه چې د بندیانو تر خوشي کولو وروسته به په افغانستان کې اوربند رامنځ ته کېږي او جګړې به کمېږي.

د سید سعادت مصنور نادري په خبره چې یو کال د امریکا او طالبانو د هوکړې وشو، خو د افغانانو لپاره یې هېڅ ګټه نه ده لرلې.

ښاغلي نادري د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، لا هم د افغانانو ستره غوښتنه اوربند دی او که طالبان د بندیانو خوشي کول غواړي نو لومړی باید اوربند وکړي.

نوموړي زیاته کړه، «د بندیانو په خوشي کولو کې د خلکو غوښتنه اوربند و چې دغه کار لا تر اوسه نه دی شوی. موږ اوس اوربند غواړو او مشران به د پاتې بندیانو د خوشي کولو په اړه پرېکړه وکړي.»

د نادري په خبره، د دوحې هوکړه افغانانو ته مهمه نه وه، ځکه د افغانانو پر ژوند یې هېڅ اغېز نه درلود او جګړې یې کمې نه کړې.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر خپلو راتلونکو پروګرامونو ته په اشارې وویل چې ۱۴۰۰ م کال د سولې کال په نوم نومول یوه هڅه ده تر څو د دولتي بنسټونو پروګرامونه پر سوله راوڅرخېږي او ولایتونو ته د سولې پیغام رسونه پراخه شي.

نوموړي زیاته کړه په دې کال کې به د سولې روزنیز پروګرامونه عملي شي او همدا راز له جګړې په اغېزمنو سیمو کې به د بیا ادغام پروګرامونه جوړ او عملي شي. د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په خبره چې ددې پروګرامونه د عملي کولو پلان جوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...