جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپکتیا کې وسله والو دوه تنه وژلي

پکتیا کې وسله والو دوه تنه وژلي

تاند(چهارشنبه، د حوت ۶) پکتیا کې دوه تنه د وسله والو طالبانو لخوا ترور شوي دي.

د پکتیا د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر یوه غړي محمد لعل امیري رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د دې ولایت د مرکز اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې په سیمه کې نن له غرمې مخکې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، د یادو وژل شویو کسانو له منځه یو یې پخوانی نظامي و، خو اوس مهال یې په دولت کې کومه رسمي دنده نه درلوده.

امیري همدا راز ویلي چې وسله وال کسان د پېښې له سیمې په تېښته بریالي شوي دي، خو امنیتي ځواکونه د پیښې د څیړنې خبر ورکوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددې پېښې مسولیت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د مرکز کابل سربیره په ډېری ولایتونو کې د وسله والو طالبانو لخوا هدفي وژني ترسره کېږي چې د ګڼو خلکو ژوند یې اخیستی.

په همدې حال کې ناټو پر خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، د ملګرو ملتونو وروستی راپور څرګندوي چې د افغانستان د دولت ضد مخالفان د ډېرې ملکي مرګ ژوبلې عاملان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما خپل کلني راپور کې وویل چې ۲۰۲۰ کال کې د ملکي مرګ ژوبلې ۶۲ سلنه عاملان وسله وال مخالفان وو.

دوی دې کال کې د ۴۵ سلنې مرګ ژوبلې نسبت طالبانو، ۸ فیصده داعش او ۹ سلنې نسبت نورو دولت ضد کړیو ته کړی دی.

بل لورته د افغان حکومت وایي، طالبان تر دې هم زیات ملامت دي، خو طالبانو بیا د ملګرو ملتونو راپور یو اړخیز بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب