جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهولسي جرګې بودجه تایید کړه، ارګ یې ستاینه وکړه

ولسي جرګې بودجه تایید کړه، ارګ یې ستاینه وکړه

تاند(دوشنبه، د حوت ۴) د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسي جرګې چې نن یې د ۱۴۰۰ کال مالي بودجه تصویب کړه، موږ یې ستاینه کوو.

خبرپاڼې زیاته کړې، د انکشافي پروژو د پلي کولو لپاره د بودیجې تصویب ته ډېره اړتیا وه او افغان حکومت د خلکو له استازو مننه کوي چې بودیجې ته یې د تایید رایه ورکړې ده.

ولسمشر غني ویلي چې په بودیجه کې اړین تعدیلات راوستل شوي دي او حکومت تمه لري چې وکړی شي چې ژر تر ژره په ټپه ولاړې پراختیايي او پرمختیايي پروژې پلې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د ولسي جرګې غړو تر اوږدو ناندریو وروسته نن د رایو په اکثریت د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې درېيمه مسوده تصویب کړه.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون وايي چې، حکومت یې غوښتنې عملي کړې دي نو ځکه دغه بودیجه تاییدوي.

د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه څه باندې ۴۷۳ میلیارده افغانۍ ده.

په یاده بودیجه کې ۳۱۱ ملیارده عادي او پاتې نوره یې براختیایي بودیجه ده.

ولسي جرګه داسې مهال د ۱۴۰۰ ام مالي کال بودیجه تصويبوي چې له دې وړاندې یې یاده بودیجه دوه ځلې رد کړې ده.

د یادونې ده چې له دې وړاندې ولسي جرګې د ۱۷ لاملونو له مخې چې یو هم پکې نا انډولي ښودل شوې وه د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې طرحه د رایو په اکثریت رد کړې وه او په هغې کې یې د تعدیل غوښتنه کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب