Homeخبرونهلوګر کې د نړیوال هوايي ډګر سروې پيل شوه

لوګر کې د نړیوال هوايي ډګر سروې پيل شوه

تاند (سه شنبه د دلوې ۲۱) په لوګر ولایت کې د یوه لوی نړیوال هوايي ډګر د سروې چارې پیل شوې.

دغه هوايي ډګر د کابل په سوېل ۴۰ کیلومټرۍ کې د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د دولت کلا په دښته کې جوړېږي.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي وايي، دغه نړیوال هوايي ډګر محمداغې ولسوالۍ کې په ۲۰ زره جریبه ځمکه کې جوړېږي چې د توپوګرافي چارې يې نن رسماً پیل شوې.

ښاغلي رحیمي د لوګر ولایت ټولو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د محمداغې ولسوالۍ په دولت دښته کې د جوړېدونکي هوايي ډګر امنیت خوندي او هیچاته یې د مخنیوي اجازه ور نه کړي.

نوموړي نن سه شنبه د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، ددې هوايي ډګر د جوړېدو د امنیت لپاره د ملي اردو یوه لېوا ځانګړې شوې چې ټول لوګر په ځانګړي ډول د دولت کلا په شاوخوا ۲۰ کیلومټرۍ کې ځای پر ځای شوې ده.

د لوګر ولایت اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې ددې ولایت هوايي ډګر د جوړېدو برخه کې همکاري وکړي، څو دغه ملي پروژه په بریالیتوب سره بشپړه شي.

د معلوماتو له مخې په لوګر کې د نوي هوايي ډګر جوړېدل به شاوخوا یوه لسیزه وخت ونیسي چې ۸۰۰ ‌میلیون ډالره لګښت به پرې راشي.

د لوګر ولایت اوسېدونکي هم خوښ دي چې د دغه هوايي ډګر له جوړېدو سره سم به افغانان له امنيتي، سیاسي او اقتصادي اسانتیاوو برخه ‌من شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...