پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهسږ کال په لوګر کې ۱۷۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي

سږ کال په لوګر کې ۱۷۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۱) د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په موخه یې د دې ولایت مختلفو سیمو کې د بېلابېلو مېوو شاوخوا ۱۷۰۰ جریبه بڼونه جوړ کړي دي.

د لوګر  د کرنې رییس عبدالله تسل وايي، د یاد ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په پار ۱۵۰۰بڼونه د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې«NHLP»  او پاتې ۲۰۰جریبه یې د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP» او کرنې ریاست په ګډې همکارۍ د ډول ډول مېوو لرونکو ونو په واسطه جوړ کړي دي.

د معلوماتو له مخې د یادو جوړو شویو بڼوڼو ټولیز شمېر  ۱۷۰۰ جریبو ته رسیږي چې بڼوالو په ۴۰ سلنې ونډې سره جوړ شوي دي.

د لوګر د کرنې رياست مسوولينو په وينا، دغه راز يې د بڼوالۍ د پراختیا، پالنې او روزنې په پار عملي لارې چارې ښودل، په عصري او نویو سیستم سره بڼونه جوړول، روزنیزې برنامې په لاره اچول هغه څه دي، چې د کرنې ریاست او همکارو پروژو له لارې سږکال بڼوالو ته ترسره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب