Homeخبرونهد امریکا پوځ: په ۲۰ کلونو کې په لومړي ځل په افغانستان...

د امریکا پوځ: په ۲۰ کلونو کې په لومړي ځل په افغانستان کې یو کال بې تلفاتو تېر شو

تاند(چهارشنبه، د دلوی ۲۱) د امریکا پوځ وايي، په تېرو شلو کلونو کې په لومړي ځل یو کال داسې تېر شو چې هیڅ امریکايي پوځي په افغانستان کې ونه وژل شو.

د فاکس نیوز تلویزیون د راپور له مخې، د پوځ دوه سرتېري جاویر ګوتیریز او انتونیو رودریګودیز وروستي امریکايي عسکر وو چې تېر کال په افغانستان کې وژل شوي وو. د پوځ دوه نور عسکر این مک لوګلین او میکول ویلان د تېر کال په جنورۍ کې وژل شوي وو.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ لاسلیک شوه. د دې موافقې پر اساس طالبانو ژمنه کړې چې پر بهرنیو پوځیانو به برید نه کوي.

د ملیټري ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، طالبانو ویلي چې که د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې پر اساس د اپریل له میاشتې وروسته په افغانستان کې خپل پوځیان وساتي، دوی به بیا د امریکايي پوځیانو پر ضد جګړه پیل کړي.

خو دې ته په کتو چې طالبانو د قطر د موافقې پر اساس له تروریستي ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي او د دایمي سولې لپاره د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي او د دې پر ځای د امریکا له رقیبانو لکه ایران او روسیې سره د خبرو لپاره دغو هیوادونو ته سفرونه کوي، ګومان کېږي چې د امریکا نوی حکومت به د مې تر لومړۍ پورې خپل پاتې ۲۵۰ پوځیان له افغانستانه ونه باسي.

ګڼ لوېدیځ پوځي شنونکي وايي، همدومره پوځیان کافي دي چې له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه په استفادې د طالبانو ځپلو ته تر هغو دوام ورکړي چې دا ډله سولې ته چمتو شي. دوی باور لري چې د کم شمېر پوځیانو شتون له یوې خوا د امریکا پوځي لګښتونه کموي او له بلې خوا د تلفاتو مخه نیسي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جېک سولیفان تېره میاشت (د جنورۍ ۲۲) له خپل افغان ساري حمدالله محب سره په خبرو کې وویل چې امریکا به له طالبانو سره د ټرمپ د حکومت د فبرورۍ د ۲۹ نېټې پر موافقې بیاکتنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...