جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+له بدلون مه ویریږئ

له بدلون مه ویریږئ

لیکواله: هیلۍ اسد

له بدلون مه ویرېږئ، ټول هغه څه سم نه دي چې عام دي او ټول یې کوي.

یوه ډېره ساده او په ټولنه کې دود خبره ده چې د هر انسان په وجود او ژوند کې لومړنی قاضي او د ښه او بد ویشونکی د هغه وجدان دی.

فکر وکړئ او ریښتبا ووایئ، چې د ښه او بد کار په کولو څنګه احساس کوئ؟
ایا کله مو چې د ټولنې تر مخه داسې ناوړه کار کړی وي چې د ټولنې تر مخ مو ځان ملامت نه وي ګڼلی خو ایا د هیندارې مخ ته په درېدو مو همغسې احساس کړی او یا مو سترګې ټېټې او له هیندارې د زر لرې کېدو احساس مو کړی؟
نو که ځواب مو “هو” وي نو د ځینو هغو کارونو په کولو ولې شاته کېږئ چې د هېندارې تر مخ د شرم احساس نه کوئ؟
د شپې د خوب پر مهال مو نه ځوروي بلکې ارام ویده کېږئ خو له ټولنې وېرېږئ او میدان پرېږدئ!.
وایي، موږ به ‌‌‌‌‌‌ډېر وړاندې تللي وی، که د خلکو له بې‌ځایه خبرو نه وېرېدی.
نو مه وېرېږئ!!
ټولنه به سمه نه وي، خو ستاسې یو د بدلون کار به مو یو یا هم دري همفکره ملګري پیداکړې چې له امله یې هغه هم د بل بدلون هڅه وکړي.ولې ځوانانو ته د ټولنې د ملا تیر وایي؟
زما کړې مطالعه راته وایي، ځکه چې ځوانان د بدلون راوړلو هوډ او زړورتیا لري، نو همغه څه وکړئ چې سم وي او ستاسې نیک فکر او وجدان مو دا مشوره درکوي چې کار او هڅه به مو د ټولنې او انسانانو په خیر وي.
زه خپله کیسه او د یو استاد نصیحت درته کوم!
زما پلار په هغه سېمه کې چې موږ استوګن وو او د پلار او نیکه کلی او کور مو یادېده لومړنی سړی وه چې لور یې ښوونځي ته ولېږله او هوډ یې دا وه چې لور او زوی به یې لوړو هدفونو ته رسېږي او دا به یې تر نهایي کچې ملاتړ کوي، چې همغسې وشول
ترونه او نوره ټوله کورنۍ مو نه یوازې زما بلکې د پلار د فکر او کار مخالفه هم شوه، دې کار مو پلار او مور خفه کړل او زما هیلې یې ماتې نه بلکې ولړزولې…
یو استاد مې راته ویل چې څنګه دی ژوند او چارې دي؟
ومې ویل نه پوهېږم څنګه دی، خو ترونه او ټولنه مې د کار مخالفه ده.
وی ویل دا بیخي عادي خبره او وضعیت دی
هغوي له کلونو راهیسې له همدې فکر سره ژوند کړی چې د ښځې زده کړه بده او بیا رسنۍ کې د ښځې کار کول خو بیخي هغوي ته د کورنۍ د لونګۍ غورځول ښکاري…
غوږ شه!!
هر څه به درته ووايي، بده، سپکه او ګڼ نور القاب…
نو ته به څه کوي؟
له هغوي سره جنګ کوي، چې تاسې سم نه یاست او زه سمه یم،
همدا د دوی ناسم والی او د ځان سموالی ورته څنګه ثابتوي؟
که هر یو ته وضاحتونه د خپلې سمې لارې او پاکۍ ورکړې نو دا به دې وخت برباد کړې چې تا به له خپلو اصلي او لوړو هدفونو راوګرځوي
نو ته یې څنکه ځواب ویلی شي؟
په بدلون
هغه وخت چې ته وزیره او دوی لا هم داسې چې څنګه نن دي
کله چې ستا د کار ښېګڼه ورته ورسېږي؛ یوازې همغه وخت دوی تغیر کوي او ستا کړی د کلونو مخکی بدلون سم ثابتېږي.
یو بل ځای مې د مشهور کومیډن سټیو هاروی په کتاب کې د لومړنۍ تورپوستې امریکایي خبریالې اپرا وینفري په اړه ولوستل.
اپرا وینفري پر خپل نامه (( اپرا وینفري)) یوه تلویزونې برنامه کلونه کلونه وچلوله چې له امله یې لومړنۍ تورپوستې ښځه هم ګڼل کېږي چې د تلویزون پر پرده راښکاره شوه او دې برنامې ډېر شهرت او پیسې هم ورکړي.
سټیو هاروی یې د همدې برنامې او شخصیت په اړه وایي:

اپرا ته وګورئ!!
د خپلې شبکې او خپرونې په جوړولو کې د نوموړې موخه او لیدلوری د هغه چا یوه ښه بېلګه ده، چې د خپلو ټولو مخالفانو په وړاندې بریالی شوی وي. کله چې نوموړې د اون خپرونه پیل کړه؛ نو ډېرې نیوکې پرې وشوې. داسې مقاله او ورځپاڼه نه وه، چې په هغه کې دې یو چا د نوموړې د خپرونې پر کم امتیازۍ او کمزوري عملکرد برید نه وي کړی او یا یې نه وي ویلي، چې: « نوموړې فکر کړی، داسې څوک شته چې خپله شبکه یې پر پښو درولې؟» یا « دا به ښه وه چې دغه آغلې له اپرا او وینفري خپرونې وروسته کراره کیناستلی وای او دوام یې نه وای ورکړی» دا ډېره ښه ده چې اپرا د خپل لیدلوري او فکر د مخته وړلو لپاره د یو چا تایید ته کومه اړتیا نه لري. اپرا دقیاً هغه کار ترسره کړ، چې په هغه کې یې مهارت درلود. اپرا په ډېره اسانی سره کولای شوای، چې د اپرا او ینفري له خپرونې وروسته خپل میلیونونه ډالر له ځان سره واخلي او یوه لرې ټاپو یا جزیرې ته لاړه شي او هلته خپل ژوند پیل کړي؛ خو که چېرې نوموړې دا کار کړی وای زه اصلاً نه ترې خپه کېدم، خو دغه مېرمن دې ګټلو او بریالیتوب په لور مخته لاړه او ترټولو مهمه دا چې نورو ته یې هم یو شی ور زده کړل..
په تلوېزون کې د «سټیو هاروې» د لومړنیو میاشتو د خپرونې اجراء مې په یاد ده، هغه وخت زما یوه خپرونه خپره شوې وه او وروسته له هغه اپرا شخصاً اړیکه را سره ونیوله. نوموړې وویل: «سټیوه، دي کسانو ته اجازه مه ورکوه، چې تا ته در زده کړي او در وښيي، چې ته څوک یې، له ځان سره باید ريښيتینی و اوسې.» دغه حقیقت، چې د ورځنیو تلویزوني خپرونو ملکې له ما سره د اړیکې نیولو لپاره خپل یو وخت په نظر کې ونیوه او له ما سره یې مرسته وکړه، چې پر خپله موخه متمرکز پاتې شم او پر سمه لاره لاړ شم، دا تر هغه څه هم زیات ارزښت راته لري، چې تاسو یې فکر کوئ. د اپرا له بېلګې یو برداشت کوئ. له شک پرته، چې له هرې خوا به ځینې مخالفین ستاسو مخ ته ودرېږي. تاسو به د دغو نیوکو په وړاندې د مقابلې په برخه کې څرنګه اوسئ؟ ایا د یو بل چا تر نظر لاندې به راشئ؟ او یا به له دغه موقعیت څخه استفاده وکړئ او خپلو مخالفینو ته مو اجازه ورکوئ، څو د بریالیتوب لپاره تاسو ته لا ډېره انګېزه درکړي؟”
نو پوهه شئ چي ټول عام څه چې ټولنه یې کوي، یا یې تاته پیشنهاد کوي، سم نه وي.
تر هغه حده چې کولای شئ او تر وسه مو وي، هغه څه وکړئ او ومنئ چې سم وي نه عام او د ټولنې په خوښه.

درنښت

1 COMMENT

  1. مننه آغلې اسد، ښکلې او هڅوونکې لیکنه مو کړې ده.
    هیله ده زموږ د ټولنې ځوانان او پېغلې وهڅېږي او دا لیکنه د کار او زیار نوې انرژي ورکړي. لکه تاسو چې ویلي، د نورو خبرې، نغوتې او ګوټ څنډنې له هرې بلې ټولنې دلته ډېرې دي، دلته د خلکو ورځنی ۵۰ سلنه کار په نورو پسې خبرې او غیبتونه جوړوي.
    خو موږ باید د هغوی خبرو ته شا کړو، تا ویلي ما ویلي زموږ ژوند نشي جوړولی، یوازینی شی چې زموږ پر مخ د ژوند نوې زړه راښکونکې کړکۍ پرانیزي هغه زموږ خپل زیار او مبارزه ده.
    خو له دې ټولو سره سره، موږ باید د پرمختګ او بریا مسیر په ډېر حکمت، غور او پوره پام سره طی کړو.

    لازیاتې بریاوې مو په برخه
    درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب