جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت: د زندانیانو د حقونو له نقض کوونکو سره...

د کورنیو چارو وزارت: د زندانیانو د حقونو له نقض کوونکو سره به قانوني چلند وشي

تاند (پنجشنبه د دلوې ۱۶) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، که چېرته پولیس د زندانیانو حقونه نقض کړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یونما) پرون چهارشنبه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و چې د افغانستان په زندانونو کې لا هم زندانیان ربړول کېږي او غیر قانوني برخورد ورسره کېږي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، که څه هم له یوه کال راپدېخوا زندانونه او توقیف خونې په مستقله توګه فعالیت کوي خو بیا هم ټینګار کوي چې که چېرته په زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه چلند وشي نو له مجرمو پولیسو سره به قانوني برخورد وشي.

سرچینه زیاتوي، دوی د زندانونو د حالت ارزولو ته ژمن دي او هیڅوک اجازه نه لري چې له زندانیانو سره غیر قانوني چلند وکړي.

یوناما ویلي چې که څه هم په دې وروستیو کې د افغانستان په زندانونو کې د شکنجې کچه یوه اندازه کمه شوې ده خو په خبره یې، لا هم د بندیانو حقونه تر پښو لاندې کېږي او ربړول کېږي.

ددې نسټ په راپور کې راغلي لا هم د افغانستان په زندانونو کې د ربړونې تورونه په لوړه کچه دي او په خبره یې له بندیانو سره قانوني چلند ته پاملرنه بیخي کمه ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له افغان دولت غوښتي چې باید د زندانونو وضعیت وڅاري او اجازه ورنه کړي چې له بندیانو سره غیر قانوني چلند وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب