شنبه, جولای 27, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونښکلې خو ده. شتمنه هم ده؟ - استاد سعد الدین شپون

ښکلې خو ده. شتمنه هم ده؟ – استاد سعد الدین شپون

دا ځل چې ورغلم حاجي انصاري ویل عربۍ کې د زمري له پاره یواتیا نومونه شته خو اوس یو ژوندی زمری ورکې درک نه لري.

زه یی پوښتنې ته ورغلی وم، بلکه پوښتنه بهانه وه، د هغه له لېدو مې رغېدن نشته. د سرطان زخمونو یې چې دا څو میاشتې وچ شوي وو، بابېړی کړی و. په شمار اوه لس د دارو بوتلونه او ګولۍ یې په مېز اوڼلې وې. بې ستړې مشۍ یې، د مېلمنو له خونې ډېوډۍ کې، چې ده لابراتوار بلله، کېنولم. لاس یې په شونډو تېر کړ، مانا غلی اوسه. اول یې ځان په ګېډه کې پېچکاري کړ، بیا یې د ګوتې له څوکې په ستنې څو څاکې وینه واېستله، هغه یې به یوه تبڼکي پورې کړه، په یوې آلې یې وکتله، نتیجه یې کتابچه کې ولیکله. ما ته یې رفرجېټر وښود ، په خوارنجوکي غږ یې وویل چې یو څه تازه مېوه ځانته ترې را واخلم. بیا یې سترګې د څو شېبو د پاره پټې کړې، چې سوکه شو نویې خپل لکچر ته دوام ورکړ.

غضنفر، اسد، لبوه ، ضیغم . …. دا څنګه تری تم شول چې اوس یواځې کربوړي ورکې لک بوک کېږي؟. یار ۱۹۶۷ راته یاد کړ چې سوریې ، مصر او اردن په ګډه په اسراییلو برید خښ کړ، خو د بري په ځای یې د ګولان لوړې هم بایلودې. یار یې د کوم جنګي ماهر په حواله دلیل داسې بیاناوه: ویل یې چې د سارايي خلکو تخیل داسې فعال وي چې سراب ویني، فکر کوي چې اوبه دي. وچ ډاګ کې اوبه ویني، نود خپلو ټانکونو شمېر ورته لس چنده ښکاره شوی . ما دا استدلال بې اودسه ګاڼه خو ویل مې پرېږده چې خبره ختمه کړي.

ده ویل چې ژبه هم همداسې بویه. د فصاحت او بلاغت په زورد مچ له وزرنه غر جوړوي. په عراق باندې د امریکا د یرغل په درشل کې، صدام ګواښ کړی و چې دا جنګ به داسې خو نړی وي چې تاریخ به یې د جنګو نو مو ر و بو لي. خو لکه خراړه، د یوه ګوزاره لاړ. ما برېک ورباندې وواهه ، ومې ویل، پرېږده عرب، د افغانستان دا روان او تېر جنګ در په یاد کړه چې د روس او امریکا ملا یې ماته کړې ده.حاجي وویل مو ضو عات مه سره ګډوه. ما د ژبې خبره کوله .ته لکه سلیمان پیغمبر چې له مار غانو نه یېښکلی بچی غو ښته ، کارغه هم ورته خبل کار غه ګوړی نېغ نېغ کا وه، هر شي کې افغانستان تبی کوې.

ما د ځان سره وویل چې په رښتیا دژبې او وا قعیت د تړاو خبره مهمه ده. بلا، شیشکه، پیری او ښا پېرۍ، سیوری ( چې خلک وايي په پلانکي پرېوتی) د جادو او قصیدې اقسام،خوردې او تا ویزونه، دا ټول په ژبه کې شته، خو آیا له ژبې بهر هم شته که هسې وهم دي؟

حاجي ویل یې چې دا ۸۱ ډوله ځنا ور به ودې شي چې یو وخت د عربو په مځکه کې مو جود وو خو د بنیادم یا کوم خدايي آفت له لا سه به یې تخم ورک شوی وي. یو وخت افغانستان کې هم قسم قسم ځناوران وو ، زما په یادښت به د ګرځندوی ریا ست له بهرنو سیلا نیا نو نه د مارکو پو لو نومې غرڅې د ښکار په سر پنځه زره ډا لره اخیستل.اوس نه ما ر کو پو لو شته او نه د هغې بل ورور، مار خور څه ،حتی د کندهار د کاږه سر نوشت هم اګر مګر کې دی چې پخوا به یې له سپو سره جنګول.

د یار خبره را ته منطقي و برېښېده. موږ هم یو وختې کلي کې د داسې مر غانو ښکار کاوه چې اوس یې د ښکاریانو او تو پکو د ډېرېدو له کبله د بنیادمانو په شان نورو ملکو نو ته کوچ کړی دی . د مشرانو خبره ده چې یو ې هیلۍ به چه د شمالي ډند ته ننو تله، تر څو ددرې د بل سر نه وتله، زر ډزه به ورباندې شوي وو. یار ویل چې وسلې هم زیاتې شوي ، هم یې کیفیت کې بهتري را غلې. مجا هدینو په زاڼو درنې وسلې او را کټو نه او په کبانو بمو نه چلول.

ما ته یې د کابل ژوبڼ را یاد کړ چې قوماندان مرجان زمری په پنجره کې په کلاشنکوف وویشت. ما یې عکسو نه او فلمو نه و کتل چې مرجان د زنکدن سلګۍ وهلې، د ژو بڼ محافظ یې سرته ناست و ، ژړل یې.

چې ترې را ووتلم. تر کوره مې فکر کاوه چې په دې باندې د پېښوریانو په لهجه (څه لیکل غواړي). ضمنا له ټو لو لو ستونکو هم غواړم چې دخپلو کلیو د هغو سارايي مرغانو او ځناور و نو مو نه ولیکي چې ددوي په اند یې نسل په ختمېدو دی. پخوا مې هم خواست کړی و چې خپلو لهجو کې د پخلنځیو د لو ښو او آلاتو لکه څمڅۍ ، څمڅو کۍ ، تتۍ، شکور ، کټو لک ، اېرو، سکروټو، د تناره د آلو ….. نو مو نه، هم ولیکي.د جهاد په کا لونو کې، دخدای بښلي حکیم تڼیوال د فقیرانو کلي کې د څه وخت پاتې کېدو په مهال مې د ښځو او نارینه و نه داسې توري واورېدل چې پو ښتنه یې مه کوه. زما یې د پښتو ژبې شتمنۍ ته پام کړ. په ځوانۍ کې همزو لو را ته ستنخوړلی ویل. ما نا په یوه ځای درېدنګ نه لرې. ما په کو چیانو پلټنه کو له. کال و سر مې ژوند ددوی په کېږدیو کې تېر شو. هلته مې دري پنځوس نو مو نه یواځې د کېږدۍ په اډانه ثبت کړل. همداسې د پښتنو د ژوند نورې برخې در واخله. زه وایم د پو هنتون استاد ته په دې تمه مه پاتې کېږﺉ چې خپلی کور کلی در و ښیي. هغوی پاس ګوري، په ستورو سپوږمۍ، ما لیکیول، اتوم، او هغو شیانو بوخت دي چې زموږ ژوند ته وزګار نه دي. د پاړسي شېخ سعدي د یوه نجومي نه څومر ه ښه پو ښتنه کړې چې: تو چي داني که در کواکب چیست؟ چون نداني که در سرای تو کیست؟ او زما مشوره د پو هنتون استادا نو ته دا ده چې محصل ته دې داسې مو نو ګراف و ټاکي چې د هغه د کور کلي د ورځني ژوند سره اړخ لګوي.؟ د ګړې ګا ڼۍ، د شو لو پایکوب، د کو کنارو پز یا پجک. اوس حا ضر خو زموږ زیاتره ژبپو هان هغو شیانو ته له ګېډ ې نو مو نه را باسي چې د خلکو په ژبه کې مو جود دي، صرف پلټنه غواړي

دم درحال موږ د نورو ژبو او پاړسي ډېر پوروړي یو، حتی په ضروري دیني لغاتو کې:

نماز پېشین . ماسپښین

نماز دیګر، مازدیګر

نماز شام،. ما ښام،

نماز خفتن، ما سخو تن

ګوره که څوک ددې چالش په را ستا کوم رد عمل و ښیي!

1 COMMENT

  1. دتاند مشران او معزز لیکوال دژوندی اوسی او محترم استاد شپون صاحب ته دروغې سټې او اوږد عمر غوښتنه دالله ج څخه کوم
    استاده ته ژوندی اوسی که نه نو دا نور چی داسمان دستورو او دنوی تکنالوژی په هکله څیړنی کوی ،مونږ به دمارشال خوسکی په څیر په غرونو وخیږوی او خپل زده به هم را نه هیرکړی ، ژبه پالل غواړی نه ګډوډول ، دپښتون هرکور او کیژدی دشکسپیر دفتر دی ، را سپړل غواړی ،مونږکه خپل کورونه او کیږدې ولټوو ډیر څه به په خپله ژبه ورزیان کړو خو یو شرط دادی چی له پښتو سره پښتو وکړو او تش په ژبه غږیدل هم بی ګتې نه دی خو پښتو او دخپل ټولندود پالل هم دژبې په غوړیدو کی ډیرژور دی ،
    استاده ژوندی اوسی دا څو لاندی کلمی یا لغات زه داسی کڼم چی پوروړی یو که یی څوک راوژباړی ما به له ناپوهی را وګرځوی لغات دادی که په اسانه وژباړلی بار به می له اوږو سپک شی
    ناهمواری
    بد اهنګی
    دل آزاری
    ذره بینی
    تعلیمیافته
    چالبازان
    خلل انداز
    کجروشان
    خیرخواهان
    زرو بالای زور
    چاوناچار
    خودغرضی
    اوخالیګاه،حق نمایی ، عدم فکر، خود خواهی،نظر فریب،نقط نظر،حق نظر، بنی نوع ، شب نیشینی،کارنامه ،سرزنش ،پیش دستی،راه بلدی ، دزدیده نګاه ،تفریح طبع ، تهزیب نفس ، حزن انګیز ، نیاز مندانه لهجه، اوداسی نور عربی او پاړسی لغات شته چی مونږ اوس پری لیکل او په خپلوخبروکی یی کاروه ، پورته ځینی لغات ژباړل شوی خو لږ څه درانده شوی که لږ په کیلواله او عامه ژبه وژباړل شی بی ګټې به نه وی ، په همدی توګه انشالله زه هڅه کوم چې دکور کلی ډیرلغات دتاسی پورته غوښتنی سره سم را پیدا کړم .په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب