شنبه, مې 18, 2024
Home+په لوګر کې د سولې مشاعره

په لوګر کې د سولې مشاعره

نجیب الله الوخېل

د لوګر د مرکز او ولسوالیو نن (چهارشنبه/ د دلوې ۱۵) د ګڼو فرهنګیانو، شاعرانو او د ادب او هنر مینه والو په ګډون د (سولې لپاره یو غږ) په نوم مشاعره جوړه شوه.

د مشاعرې تابیا کوونکي وايي، شاعرانو د خپلو شعرونو په واسطه د جګړې ښکیلو خواوو ته دا پیغام ورساوه، چې سوله د افغانانو راتلونکې تضمینوي او له دې پرته د ولس د ښیرازۍ بله لاره نشته.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالرحمان تسل ددې مشاعرې په اړه ازادۍ راډیو ته وویل، د دا ډول برنامو څخه هدف دادی، چې سوله په یو ملي غږ او ولسي نعره بدله شي:

((موږ خوشبختانه په لوګر کې د سولې غږ تر عنوان لاندې فرهنګیان، شاعران، لیکوالان او د ټولنې هغه قشر راټول کړی وو، چې موږ ورته روڼ اندي او د ښه فکر خاوندان وایو، هدف دادی چې موږ غواړو د سولې غږ ملي غږ کړو، دا نعره ولسي نعره کړو، تاسو ولیدل چې لسګونو شاعرانو په کې ګډون کړی وو او د شعر په ژبه يې ښکیلو اړخونو ته دا پیغام ورسوله، چې سوله زموږ او ستاسو راتلونکی تضمینوي او پرته له دې بله هېڅ داسې لاره نشته، چې ولسونه دې ښيرازه شي.))

مدني فعال محمدعیسی غیرت وايي، دا ډول ولسي برنامې د سولې د فکر او ذهنیت په خورولو کې ډېر ګټور تمامیږي.

دده په وینا لکه څرنګه چې ولس د جمهوریت بنسټ دی، داسې باید د سولې بنسټ هم ولس واوسي.

د مشاعرې بل ګډونوال مدني فعال همت الله چې د محمداغې ولسوالۍ اوسیدونکی دی وویل، په اوس وخت تر هرې مسالې د سولې غږ مهم دی او د ټولنې د هر قشر مسوولیت جوړیږي، چې دې لپاره کار وکړي.

د ده په وینا ددې مشاعرو او ادبي ناستو په واسطه غواړي، چې  د سولې غږ افغانانو، نړیوالو او وسله والو مخالفینو ته ورسیږي.

د لوګر په مشاعره کې ګڼو شاعرانو خپل او ځینو هم د نورو شاعرانو شعرونه، بیتونه، غزلې او لنډۍ وړاندې کړې.

شاعر سیف الرحمان غریبیار د مشاعرې ګډونوالو ته خپل دا شعر واوراوه:

هواره لاره تر ګړنګه ښه ده،،،،، سوله په هر صورت له جنګه ښه ده

زوی مې ویریږي، تاسو ډزې کوئ،،،،، لور مې ویده ده، جګړه ودروئ

ځمکه غنم نه کوي، جوار نه کوي،،،،، په وینو سره ده، جګړه ودروئ

د وطن هر پلار دی، په زړه داغلی،،،،، او مور خفه ده، جګړه ودروئ

سنګر په وینو د زلمو لړلی،،،،، سوې پوسته ده، جګړه ودروئ

غریبیار چغې وهي، زړه يې مات دی،،،،، غم يې میلمه ده، جګړه ودروئ.

په دې مشاعره کې د نورو شاعرانو تر څنګ شاعر حلیب ګل ملال خپل دا شعر وړاندې کړ:

سولې څه شوې سولې راشه++ ته کوتره په هوا شه++ چې مو زړونه نور ټکور شي++ د زخمي زړونو دوا شه++هر افغان ګیر په تیارو کې++ګرځي بدو ورځو شپو کې++هم په اوښکو او سلګو کې++دي بې دریغه فریادو کې++پیغلې ناستې په کورو کې++ وحشت خپور دی بازارو کې++هم په دښتو او میرو کې++د چا مینه نشته زړو کې++د تیارو پردې کړه ټولې++سولې څه شوې سولې راشته++ته کوتره په هوا شه++چې مو زړونه نور ټکور شي++د زخمي زړونو دوا شه.

په مشاعره کې ځینو شاعرانو خپل شعرونه د ترنم په انداز وړاندې کړل، چې د حاضرینو له تاوده هرکلي سره مخامخ شول.

احمدولي احمدزي د یوې پخوانۍ سندرې په طرز ترنم واوراوه.

لاړل تور زاغان له چم نه کډې باروینه،،،، بیا سپينې کوترې پر کاله راغلې دینه

دا ځلې دښمن به خوارې سترګې غړوینه،،،،، بیا سپينې کوترې پر کاله راغلې دینه

سوله او اختر یو بل ته غاړې ورکوینه، ،،،، بیا سپینې کوترې پر کاله راغلې دینه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب