پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد ملي دفاع وزارت: کندهار کې درې نښان ویشتونکي وژل شوي

د ملي دفاع وزارت: کندهار کې درې نښان ویشتونکي وژل شوي

تاند (چهارشنبه د دلوې ۱۵) د ملي دفاع وزارت وايي افغان ځواکونو په کندهار کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو درې نښان ویشتونکي وژلي دي.

له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ افغان پوځیانو د هوايي ځواک په ملاتړ د کندهار په ارغنداب او خاکریز ولسوالیو کې د طالبانو پر وړاندې عملیات کړي چې په پایله کې یې د ۳ نښان ویشتونکو په ګډون ۶ طالبان وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي په دې نښتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي او د طالبانو له لوري لس ماینونه چې د ملکي خلکو او امنيتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پر ځای شوي و کشف او شنډ شوي.

د یو بل خبر له مخې افغان ځواکونو هلمند کې په هغو وسله والو برید کړی چې د افغان ځواکونو پر پوستو یې د برید پلان درلود.

دفاع وزارت وايي، ددې برید په پایله کې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان «یاسین» په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...