Homeخبرونهوسله والو په کندهار کې یو دیني عالم وژلی

وسله والو په کندهار کې یو دیني عالم وژلی

تاند (چهارشنبه د دلوې ۱۵) نامعلومو وسله والو نن تر غرمې مخکي په کندهار کې د مولوي عبدالباقي په نوم ملا امام وژلی.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چې پر مولوي عبدالباقي نن تر غرمې مخکي لس بجې د ښار  په نهمه حوزه کې وسله والو موټر سایکل سپرو حمله کړې او هغه یې وژلی دی .

مولوي عبدالباقي کندهار ته د ولسمشر غني د وروستي سفر پر مهال د دیني عالمانو په استازیتوب خبري کړي وې.

ولسمشر غني څه موده وړاندې د کندهار ولایت د عمومي وضعیت ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی و او هلته یې د دیني عالمانو په ګډون له ځايي چارواکو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره لیده کاته وکړه.

تر اوسه ددې پيښي مسؤلیت چا نه دی منلی.

1 COMMENT

  1. د هدفي وژنو ټول مسولیت د ټالیبانوپه غاړه دی . که اقرار وکړي او که منکر شي . بې له ټالبه بل خوارجي ګروپ د دوی په اندازه سخت زړی ، جاهل او پښتون دښمنه نشته .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...