دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: حکومت دې بهرنیو هېوادونو ته د پیسو د قاچاق مسئله...

ولسي جرګه: حکومت دې بهرنیو هېوادونو ته د پیسو د قاچاق مسئله وڅېړي

تاند (دوشنبه د دلوې ۶) ولسي جرګې له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر له لارې د مشکوکو او بې نښانه الوتکو په واسطه د قیمتي توکو د لیږد موضوع په جدي ډول وڅیړي.

دغه څرګندونې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو نن دوشنبه ددې جرګې په امتیازي ساعت کې وکړې او زیاته یې کړه چې د سیګار راپور چې په کې راغلي، د کابل له هوایي ډګر څخه په غیر قانوي توګه نغدې پیسې لېږدول کېږي څېړنه دې یې وشي.

د وکیلانو په وینا نه یوازې دا بلکې تر دې وړاندې هم په دې اړه څرګندونې شوې دي چې په ناپېژانده الوتکو کې د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر نغدې پیسې بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني هم د جرګې نننۍ غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې حکومت دې ژر تر ژره په دې اړه وضاحت ورکړي او ولس ته دې روښانه کړي چې څوک یې ملي شتنمۍ او پیسې غلا کوي او بهرنیو هېوادونو ته یې لېږدوي.

سیګار د افغانستان لپاره د امریکا د مالي او پراختیایي مسایلو د څارلو مهمه اداره ده چې معلومات یې دقیق او مهم وي.

د یادونې وړ ده چې د امريکا د ځانګړې پلټونکي يا سيګار ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه د VIP پروازونو له لارې دې د نغدو پيسو د قاچاق مخنيوی وشي.

سيګار ادارې په دې اړه اندېښنه ښودلې او د هغو ځانګړو ماشينونو او وسايلو په استعمال یې ټينګار کړی چې په هوايي ډګرونو او بندرونو کې د نغدو پيسو د قاچاق د مخنيوي په خاطر نصب شوي دي.

دغه ادارې ټینګار کړی چې حکومت باید د غیر قانوني پیسو د لېږد او قاچاق مخنیوی وکړي خو حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ غبرګون  نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ  د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هم ویلي و چې د بې نښانه الوتکو په وسيله د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر نغدې پيسې او قيمتي توکي له هيواد څخه بهر ته قاچاق کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب