دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: کندهار او بلخ ولایتونو کې ۴۴ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت: کندهار او بلخ ولایتونو کې ۴۴ طالبان وژل شوي

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۶) د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي چې په کندهار او وبلخ ولایتونو کې افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۴۴ طالبان وژلي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپآڼه کې ویلي چې د کندهار په ژېړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې تېره ورځ ناوخته افغان ځواکونود عملیاتو پرمهال ۲۸ طالبان وژلي او ۱۴ نور يې ټپيان کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه راز په بلخ ولایت کې افغان ځواکونو تېره شپه د دې ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۱۶ طالبان وژلي او ۹ ټپيآن کړي دي.

دفاع وزارت وایي په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو د طالبانو یو اندازه درنې او سپکې وسلې هم له منځه وړي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو بیا د دفاع وزارت د یادو ادعاو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده چې تېره ورځ هم دفاع وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د عملیاتو پرمهال د ۵۲ طالبانو د وژلو ادعا کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب