دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهفاریاب ولایت کې ۳۲ قماربازان نیول شوي

فاریاب ولایت کې ۳۲ قماربازان نیول شوي

تاند (دوشنبه، د دلوې ۶) د فاریاب ولایت چارواکي وایي چې په مرکز میمنې ښارکې پولیسو د عملیاتو پر مهال ۳۲ تنه قمار بازان نیولي دي.

د یاد ولایت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د قمار پرمهال نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د والي له قوله لیکل شوي چې له قانون ماتوونکو، غلو او قمار وهونکو سره به جدي او سخت چلند وکړي.

بل لورته د فاریاب اوسېدونکي بیا وایي ډېری له دې قمار وهونکو په نشه یي توکو روږدې دي.

دوی وایي همدا کسان دي چې په ښآر کې غیر قانوني کړنې ترسره کوي او عام خلک ځوروي.

د ځايي خلکو په خبره که حکومت له قانون ماتوونکو سره جدي چلند وکړي نو دوی به بیا زړه ښه نه کړي چې بې ګناه خلک وځوروي او یا قانون ته سپکاوی وکړي.

د فاریاب د فعالانو په خبره نیول شویو قمار وهونکو  د ټولنې نظم خراب کړی وو او خلک به یې د تعلیم پرځای ناسمو لارو ته هڅول.

دوی زیاتوي د تښتونې او غلاوو ډېری پېښې هم همدوی ترسره کولې.

د فاریاب اوسېدونکي له امنیتي مسوولانو هیله لري چې دوی ته سخته سزا ورکړي او په واسطو یې بېرته خوشې نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب