Homeخبرونهپه کندهار کې د مسافر و د موتر په لاره کې چاودنه...

په کندهار کې د مسافر و د موتر په لاره کې چاودنه شوې

تاند (دوشنبه د دلوې ۶) کندهار ولایت کې پر یوه مسافر وړونکي ۴۰۴ ډوله موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه چاودنه نن سهار شاوخوا ۰۵:۰۰ بجې په میوند ولسوالۍ کې د یوه خصوصي شرکت په مسافر وړونکي موټر شوې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او پینځه نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، دغه بس موټر له کابل څخه نیمروز ته هغه مسافر لېږدول چې ایران ته د مزدورۍ لپاره روان و، خو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پرې د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه.

د میوند ولسوالۍ ولسوال حاجي عبیدالله رسنیو ته ویلي، وسله والو طالبانو تازه دغه ماین په خامه سړک کې ځای پر ځای کړی و چې ولسي وګړي یې ښکار شول.

د نوموړي په وینا د طالبانو د ګواښونو له کبله د دې ولسوالۍ په ځينو برخو کې موټر له عمومي سړک څخه خامې ته ښکته کېږي چې نننۍ پېښه هم د همدې له امله وشوه.

د کندهار د میوند ولسوالۍ ولسوال زیاته کړې، د دوی لومړني معلومات ښيي چې په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او پینځه نور ټپيان دي. دده په خبره د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت هم نازک دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...