پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهناپېژاندو وسله والو په پروان کې یو دیني عالم وژلی

ناپېژاندو وسله والو په پروان کې یو دیني عالم وژلی

تاند (دوشنبه د دلوې ۶) د پروان ځایی چارواکي وايي چې ناڅرګندو وسله والو ددغه ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې یو ملاامام وژلی دی.

د پروان د امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي رسنیو ته ویلي چې مولوي عبدالرقیب د ماښام له لمانځه وروسته له جبل السراج ولسوالۍ سیدخېل ولسوالۍ ته روان و چې د سیدخېل ولسوالۍ اړوند حریف خېل سیمه کې پرې نامعلومو وسله والو ډزې کړي او وژلی یې دی.

د نوموړي په وینا، مولوي عبدالرقیب د سیدخېل ولسوالۍ اوسېدونکی او د جبل السراج د یوه جومات خطیب او د مولوي شاه اغا حنفي مدرسې ښوونکی و.

د پروان د امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر وايي چې بریدګر له سیمې تښتېدلي، خو د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

تر اوسه ددې برید مسؤلیت کوم چا نه دی منلی.

د یو بل خبر له مخې، د پروان پولیس وايي چې ددغه ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې یې د یو ځوان جسد موندلی دی.

د پولیسو په خبره چې تر اوسه ددغه کس هویت او د مړینې لامل نه دی په ډاګه شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...