شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهنبیل: امریکا دې د ريښتينې سولې لپاره پرپاکستان فشار ډېرکړي

نبیل: امریکا دې د ريښتينې سولې لپاره پرپاکستان فشار ډېرکړي

تاند (دوشنبه، د دلوې ۶) د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ویلي چې ټول افغانان د سولې غوښتونکي دي خو د سولې له اوسني بهیر ښکاري چې هر څه د طالبانو او امریکا په ګټه روان دي.

نبیل وایي د دایمي سولې د راتګ لپاره باید تر هر څه مخکې په پاکستان کې د طالبانو مرکزونه او پر دغه ډله دې مالي سرچینې وچې کړل شوي وای.

نوموړی زیاتوي چې د دوحې په هوکړه کې په پاکستان کې د طالبانو مرکزونو ته هېڅ راز اشاره نه ده شوې چې دا به د سولې بهیر له خنډونو سره مخ کړي.

هغه تمه ښودلې چې د امریکا نوی حکومت پر پاکستان فشار راولي او دغه هېواد مجبورکړي چې د سولې له پروسې سره ريښتینې همکاري وکړي.

نیبل داسې مهال د دوحې پر هوکړه نیوکه کوي چې تازه امریکا هم ویلي چې له طالبانو سره شوې پر دې پرېکړې بیا کتنه کوي.

افغان حکومت هم د امریکا د دې اقدام ستاینه کړې چې د دوحې پر هوکړه بیا کتنه کوي.

دوی وایي طالبانو پر خپلې هېڅ ژمنې عمل نه دی کړی او پر دې سربېره یې جګړې ته نور هم زور ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب