یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهامريکا کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر تر ۲۵ ميلیونه اوښتی

امريکا کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر تر ۲۵ ميلیونه اوښتی

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۶) د امریکا حکومتي چارواکو ویلي چې کورونا لا هم په دغه هېواد کې د پراختیا په حال کې ده.؟

د یاد هېواد روغتیايي چارواکو ویلي چې په دې هېواد کې د اخته کسانو شمېر تر ۲۵ ميلیونو اوښتی دی.

امریکايي رسنۍ وایي چې دغه راز په دې هېواد کې تر ۴۰۰ زره ډېر امریکايان د کورونا له امله مړه شوي هم دي.

کورونا د نړۍ ګڼ هېوادونه حیران کړي خو په امریکا کې یې تر بل هر هېواده ډېرخلک ځپلي دي.

بل لورته د امريکا د نوي ولسمشر جو بایډڼ اداره بیا د دې هرڅه پړه د ټرمپ پر غاړه اچوي.

دوی وایي د ټرمپ حکومت د کورونا په مخنیوي او د واکسین د وېش په برخه کې هېڅ راز تګلاره نه لرله.

نوې ادارې ویلي چې د واکسینو د وېش بهیر به چټک شي او د ولسمشر په لومړیو سلو کاري ورځو کې به ۱۰۰ میلیونه امریکایانو ته واکسین ورکړل شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا سټار انډ سټرایپس ورځپاڼې ویلي وو چې، امریکا په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د کورونا واکسین تطبیق پيل کړی دی.

یادې ورځپاڼې لیکلي وو چې، افغانستان ته د مودرنا واکسین بستې د جنورۍ په ۱۷مه لیږل شوي او د جنورۍ په اتلسمه امریکایي ځواکونو ته دا واکسین پيل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب