پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+موزيك مو په زړونو هم ښه اثر لري

موزيك مو په زړونو هم ښه اثر لري

تاند- سندرې او نغمې چې په زړۀ كې ولوله پيدا كوي د زړۀ د قوت او پياوړتيا سبب هم ګرځي. د امريكايي محققانو يوې ډلې ويلي دي چې د تازه څېړنو په وخت دوى ته معلومه شوې ده چې كله څوك د خپلې خوښې سندره اوري، نو رګونه يې داسې ورسره پراخېږي ، لكه د خندا په وخت كې يا د رګونو د وينو د خاصو درملو د خوړلو په وجه چې رګونه غوړېږي او ورسره د وينې حركت اسانه كېږي.

 د فرانس پرس اژانس له راپور سره سم، په بالتيمور كې د مريلنډ د طبي مركز په پوهنتون كې د زړۀ د ناروغيو د مخنيوي د څانګې مشر ډاكتر ميکايل ميلر وايي چې د خپلې خوښې موسيقي د اورېدو په وجه رګونه داسې پراخېږي لكه څوك چې د ورزش په حال كې وي ، يا يې د كلسټرولو د كمېدو دوا خوړلې وي او رګونه يې ورسره وغوړېږي.

كله چې د بدن رګونه پرانيستي وي، نو د وينو د غوټه كېدو امكان ډېر كم وي . د وينو غوټې د زړۀ د حملو او سكتو سبب ګرځي.

   ډاكتر ميلر زياتوي چې  زۀ دا نه وايم چې تاسې د زړۀ د روغتيا لپاره يوازې سندرې اورئ او ورزش او ډاكتر دركړې دوا شا كړئ، بلكې  زۀ دا وايم چې د زړۀ د روغتيا لپاره د هغو سندرو اورېدل هم مۀ هيروئ چې خوند ورنه اخلئ.

 ډاكتر ميلر چې په نيو اورليان كې يې د امريكا د زړۀ د انجمن په يوه غونډه كې د ځان او خپلو ملګرو د نويو څېړنو په باب معلومات وركول، وويل: دوى ته معلومه شوه چې د خپلې خوښې د موزيك او سندرو د اورېدو په وخت د اورېدونكو د رګونو قطر په متوسط ډول شپږ ويشت فيصده غټېږي.

 ډاكتر ميلر او ملګرو يې د دې تحقيق په وخت تر مطالعې لاندې كسانو ته ويل چې د خپلې خوښې موسيقي غوره كړئ. دغو اكثرو كسانو كليوالې سندرې انتخاب كړې. د ډاكتر ميلر په نظر دا مهمه نه ده چې اورېدونكى كومې سندرې انتخابوي، مهمه دا ده چې د خوښې سندرې يې وي.

2 COMMENTS

  1. زما په زړه سندره هیڅ نه کینی،
    کوم اواز چې زما خوښېږي هغي نعتونه دي،کله چې یې اورم له ژونده مې زړه راتوره وي غواړم ټول عمر د الله په لاره کې قربان کړم،
    اسلامی جذبه مې را پاره وي.
    د دنیا مزي راته بې معنی شي زړه مې غواړي له ښاره لري یوي داسې سېمي ته ولاړ شم چې یوازی زه او راسره د الله ملګرتیا وي.

    • عبدالباری جان ورورکه!
      په پورته لیکنه کی د ” خپلی خوښی سندره ” پر معیار بحث سوی دی نه د کوم خاص موزیک یا سندر غاړی په هکله نو چی ستا مثلاً نعتونه خوښېږی معنې دا چی ستا روح او زړه د همدې ستا د خوښی د شعر او لحن او مېلوډی په اورېدو باغ باغ کیږی ځکه روح اصولاً د مینی تابع وی.
      بله دا چی،. کېنه وروره همهلته چی ئې کېنه، په انسانی ټولنه کې ژوند کول یو آسمانی او فطری ماموریت او رسالت دی او د ټولنی د غړو څخه فرار او ګوښه کېده د ایمان د سلامتیا او بشپړتیا سره مرسته نه کوی او نه د انسان روحی او جسمانی اړتیاوی پوره کوی.
      بس د خلګو خبره خپله ګِذاره کوه،. که دی یوازیتوب خوښ وی نو رښتېنئ یوازیتوب هم په ټولنه کی لاسته راځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب