شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهطالبانو د دوحې د هوکړې په اړه د امریکا پر وروستیو څرګندونو...

طالبانو د دوحې د هوکړې په اړه د امریکا پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۵) د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دوی د د وحې هوکړې ته په بشپړه توګه ژمن دي او له امریکا هم دا تمه لري چې دغه هوکړې ته ژمن پاتې شي.

د بایډن د ملي امنیت سلاکار تېره ورځ له حمدالله محب سره د خبرو پر مهال ویلي چې دوی به د دوحې پر هوکړه له سره کتنه کوي او دا به ارزوي چې طالبان څومره دې هوکړې ته ژمن و او د دې هوکړې مواد یې څومره عملي کړي دي.

افغان حکومت بیا وایي چې طالبانو هوکړې ته هېڅ راز ژمنتیا نه ده ښودلې او برعکس تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تېره ورځ ویلي وو چې په دې وروستیو کې طالبانوجګړې شدیدې کړي او دا یې د سولې پر وړاندې خنډ بللی دی.

طالبان داسې مهال د دوحې هوکړې ته ژمنتیا ښیي چې په دې ورړستیو کې په افغانستان کې جګړې زور اخیستی او خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

عام افغانان تر هر څه مخکې اوربند غواړي خو د دوی په خبره طالبان بیا له اوربند سره مخالفت کوي.

2 COMMENTS

  1. د غې لاندي جملې ته چې را ورسیدم، اوږې (اوګې) مې وښوریدې(اوخوریدې) نور مې نو لیکنه پرېښودله (پریخودله) ځکه کیسه لیکوال خپله جدې نه ښکار(نه خکاري) زه ولي باید وخت باندي ضایع کړم؟

    کوربه ټکان وخوري، اوګې ېې اوخوري ،……..

  2. تاند زموږ نه مخته روان دی، ما کومنټ دسوله مل و کیسې ته لیکلی، هغه دلته چاپ شوی. بیخې یې ګیچ کړی یم. یه خلکو هر څه مخته مه را غورځوئ، لوستونکی یې خپله هم موندلای شي که د لوستلو شوق را و تخنیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب