یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت: هېڅ پولیس حق نه لري چې په ټولنیزو...

د کورنیو چارو وزارت: هېڅ پولیس حق نه لري چې په ټولنیزو شبکو کې خپل عکس خپور کړي

تاند (شنبه د دلوې ۴) د کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو هېڅ منسوب له دې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د خپل عکس د خپرولو حق نه لري.

ددې وزارت ویاند طارق آرین دغه خبره نن شنبه پر خپل ټوټېر لیکلې ده او ویلي یې دي چې د هر امنیتي مسوول له لوري ځانته کېدونکي تبلیغات د پوښتنو ګروېګنو عواقب له ځان سره لري.

نوموړي زیاته کړې: «د پولیسو هېڅ منسوب حق نه لري، څو خپل تصویر په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړي. د امنیتي منسوبینو فردي تبلیغات به ګروېږنې له ځانه سره ولري.»

که څه هم ښاغلي آرین د کورنیو چارو وزارت د دې پرېکړې لامل نه دی روښانه کړی، خو ښايي امنیتي مسایل یې لامل واوسي.

اوسمهال ډېری امنیتي منسوبان په ټولنیزو شبکو کې حسابونه لري چې ډېر کله په کې خپل انځورونه هم له نورو سره شریکوي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو ورځو کې د پلازمېنې کابل په ګډون، په یوشمېر ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د هدفي وژنو پېښې ثبت شوې دي.

په تازه پېښه کې د پنجشنبې په ماښام د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په میرویس میدان سیمه کې د ملي اردو دوه سرتېري ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب