جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د پاچا امان الله رغاونې اصلاحات او سپارښتنې 

د پاچا امان الله رغاونې اصلاحات او سپارښتنې 

لومړی څپرکی
افغانستان په یوه پېړۍ کې
(۱۳۰۰—۱۴۰۰ل )
دوېیمه برخه
استاد شهسوار سنګروال
د امان الله له ملي او تاریخي کارنامونه يوه ستره کارنامه د هېواد د خپلواکۍ اعلان وو، چې ولس ورنه ټینګ ملاتړ وکړ.
پا چا له دېنه وروسته کورنیو چاروته ډېره پاملرنه وکړه، لمړی یې بېګارونه د اولس له اوږونه جګ کړل او بیا په ډاګه وویل:
له دېنه وروسته حکومت نشي کولی چې د تېر په څېر خلک اجباري کاروته اړ باسي.
په هېواد کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د سیاسي او فرهنګي بنسټونو پرمختیا، د کرهنیزوچارو وده، په جلال اباد او پغمان کې د لویو جرګو رابلل.
ښونې او روزنې ته ځانکړې پاملرنه، د پاچا امان الله یو بل ګټور ګام وه چې نه یوازې ځوانان یې زدکړې ته وهڅول بلکې پېغلې یې هم لوړو زدکړوته وهڅولې.
د ارشاد النسوان ټولنې بنسټ د ساري په توګه یادولی شو.. د افغانستان ملي بیرغ او د ملي شورا جوړول. د ډله يیزو رسنیو خپرول، د ټولنیز شعور د ودې او پرمختګ لپاره له نوښت او پایښت نه ډک کار وه، چې پاچا ورته ځانګړې پاملرنه درلوده.
د ښځو حقوقوته درناوی، د صورتي او غیرنکاحي ښځو رخصتول چې د امیر حبیب الله په دربار کې یې شتون درلود.
ده د تېرو پاچاهانو په خلاف يوازې یوه مېرمن لرله (که څه هم وروسته د تره لور په نکاح کړه) چې د محمود طرزي لور وه« ملکه ثریا» نومېده (د وې لومړی په سراج الاخبار کې اشنا شول)…پا چا
د لاسي صنایعو وده او د دولتي بانک تاسیس، دهوایې شرکت جوړول. د سره صلیب په نړیواله کمېټه کې د افغانستان ګډون.
د عبد الهادي خان داوي په مدیریت د امان افغان جریدې بنسټ. . . د ملی يوالي ټینګښت دادې پاچا امان الله یو بل غوره کار وه چې د قوم پنوم ياد سردارانو په نوم یې ټول امتیازونه له منځه یوړل.
پاچا د اداري سموون لپاره په ځای کارونه سرته و رسول، قانونیت او مشروعیت یې د هرچا په ژوند کې ټاکونکی وګاڼه.
د همدې موخې پر بنسټ یې د هېواد بېلابېل سیموته سفرونه وکړل چئ موږ کندهار، مزارشریف، قطغن، او د هېواد ختیز د بېلګې په توګه یادولی شو.
په افغانستان کې د اساسي قانون(نظام نامو) تصویب او د لویې جرګې رابلل چې د هېواد ګڼ شمېر استازو پکې برخه اخیستې وه.
د جزا قانون چې د ملایانو انحصار يې له منځه یووړ او د محاکمو له خوا تر تطبیق لاندې ونیول شو، د نجونو تعلیم، د ښوونيزو او روزنیزو زدکړو پراختیا او پرمختيا، په ځانکړي ډول د ښځو ازادي او مخ لوڅی… دا ټول هغه لاملونه ول چې په خوست کې یوشمېر ملایانو ته په سر کې ملا عبدالرشید خان، او ملا عبدالله خان چې په ملا گوډ مشهور وه، د پاڅون او غبرګون زمینه برابره کړه، يو شمېر څېړونکي انګېري چي پدې کې بهرنى لاس وو، پدې تړاو تاریخ پوه مير غلام محمد غبار داسې لیکلي دي:
«انګریزانو، افغانستان ته د یوه لیک په ترځ کې په (۱۹۲۰) داسې وویل: افغانستان باید له شوروي سره خپلې اړيکې پرې کړي… په همدې اړه د پاچا امان الله تر مشرۍ لاندې د ارګ په شمالي برج کې دولتي چارواکو چې د مدير تر کچې کسانو هم برخه اخیستې وه (غبار هم پکې وه)، دوه ورځې کنفرانس جوړ کړ… په پای کې له ګډون والو نه د انګلیس دغوښتنې په تړاو پوښتنه وشوه، ټو لو پرته د جرګې له ریس شېر احمد خا ن نه په یوه خوله د انګلیس غوښتنه رد کړه.[1]
همدغه یوه لویه پلمه وه چې له یوې خوا کورنۍ ستونزې او له بلې خوا انګرېزانو د افغانستان په وړاندې یو شمېر کسان را پاڅول چې موږ پدغه لړکې د خوست پېښه هم د ساري په توګه یادولی شو.
دخوست پاڅون :
د خوست پاڅون د ۱۹۲۴ کال په سر کې لومړی د منګلو له خوا پیل شو، وروسته د نورو قومونو او خېلونو په ملتیا وخوځېد.
د دې پاڅون موخه هماغه د امان الله حان د جزا قانون په شمول د پاچا داصلاحاتو او دټولنیزيو سمونونو مخه ډب کول وو. چې د خلکو د هوساینې لپاره په پام کې ول.
ولې یو شمېر ملایانو په سرکې ګوډ ملا چې په یوه لاس کې قرانکریم او په بل لاس کې د امان الله خان قانون وه خلکوته به يې وېل:
اې خلکو د خدای(ج) کتاب منی او که د امان الله کتاب؟ ددوی په منځ کې داسې سیاسي کسان هم ول چې ویل به يې:
پاچا غواړي چې « د ترکې ولسمشر اتاترک» په څېرملایان له منځه یوسي. (اتاترک امان الله ته ویلې ول که غواړې سمونې پلې کړې نو یوه ځواکمن پوځ ته اړتیا ده).
له یوې خوا د یوه پیاوړي او ځواکمن پوځ نه شتون او له بلې خوا د امان الله خان د واک پرمهال ازادي چې د امیر عبدالرحمن خان له پاچاهۍ سره د پرتلې وړنه وه.
نو ځکه له دغې یوې ناڅاپې ازادۍ نه چې د هېواد ډېر خلک نا لوستي وه، کورنیو او بهرنیو دښمنانو ترې ناوړه ګټه واخیسته.
پاچا په لمړي سرکې یو شمېر کسان دېته وګمارل چې د باغیانو له مشرانو سره خبرې اترې وکړي.
ان تر دې چې لویې جرګې هم یو شمېر پرېکړې چې د قانون په تړاو شوې وې واړولې. ولې بیاهم دیاغيتوب دغه بهیر د منګلو او ځدرانو قومونو پو رې ایسار پاتې نشو نورو قومونو او نورو سیمو ته هم لاره ا واره کړه .
ټولې پکتیا، غزني او وردګو پورې یې لمن پراخه شوه.
په پروان، کاپیسا، تګاو او ان د ننګرهار په شاو خوا کې هم ولس د حکومت په وړاندې را پا څېده او خپل غبرګون یې په ډاګه کړ.
انګرېزانو غوښتل چې جګړه لا پراخه شي، دا ځکه چې دواړه لوري ته مخامخ جنګیالي ددوی تاريخي دښمنان ول. یوه لورته د افغانستان او انګلیس دریمه جګړه کې همدغه د پکتیا مېړني ول چې انګرېزان یې و ځغلول.
بل لورته دولت وه چې دوی یې په وسلو بندیز ولګوه چې له هند نه افغانستان ته وونه لېږدول شي.
دواړو لوروته درنه مرګ ژوبله واوښته داچې پوځیانو ته ډېر زیان ورسېد یولامل یې داوه چې امان الله خان غوښتل چې د سولې له لارې روان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.
نو خکه یې منځلاری دیني عالم شمس المشایخ حضرت فصل محمد، نور المشایخ فضل عمر، د عدلیې وزیر، قاضي القضات، سردار محمد عثمان خان او یو شمېر نور سیاسي او ټولنیز شخصیتونه یې د خبرو لپاره د جنګیالیو لیکوته واستول.
ولې له بده مرغه چې یو شمېر کسانو داسې رول ولوباوه چې نه یوازې جګړه پای ته ونه رسېده بلکې جګړه يې لا توده او اوږده کړه چې ان یو کال یې دوام وکړ.
«سټېوارت» انګيرلي دي چې نور المشایخ په پټه له یو شمېر بلواګرو سره اړیکه درلوده او دوی يې جګړې ته هڅول.[2]
که څه هم چې نور المشايخ د شمس المشایخ په سپارښتنه له بنده ازاد شو او شمس المشایخ دېته ژمن وو چې د دواړو لورو ترمنځ جوړه وشي. نوموړي له پاچا سره ورته اند او نظر درلود چې بایده دی د ډېورنډ له کرښې پورې قومونه ازاد او خپلواک شي.
فضل غني مجددي په خپل کتاب کې د « حضرت صبغت الله مجددي د مور له خولې چې د سردار محمد عثمان خان لور کېده په دې اړه کښلي دي:
« د نور المشایخ، سردار محمد عثمان خان او دملا عبدالله ترمنځ پټې خبرې وشوې چې د نور المشایخ او ملا عبدالله اندونه سره ورته ول ولې شمس المشایخ د ګوډ ملا وړاندیزونه ونه منل. [3]
نور المشایخ د پکتیا نه دېره اسماعیل خان ته ولاړ یو شمېر نور لکه د تګاو اخون زاده ملا حمید الله د حج په پلمه له هېواد نه ووت.
د حرب وزیر محمد نادرخان له دندې ګوښه شو او د سټيوارت په اند کله چې د نادر خان او برتانوي استازي همفریز تر منځ خبرې وشوې. نوموړى لمړی د امان الله له ا صلاحاتو او سمونو نه سر وټکاوه، له پاچا ه سربېره یې په محمود طرزي هم ګوت نیوی وکړ او ځان یې دانګرېزانو دوست وښود. [4]
د حرب وزیر محمد ولي خان، یو شمېر پوځي، دیني او ولسي مشرانو د حکومت له کړو وړو نه ملاتړ وکړ، کوم څه چې دولت ته ډېر ګټور تمام شو هغه د مخالفینو سره د پخواني پاچا سردار محمد یعقوب د یوې وینځې د زوی سردار عبد الکريم خان یو ځای کېدل وه چې د انګریزانو په سپارښتنه پکتیا ته راغلی وه.
ډېر زر خلکوته څرګنده شوه چې پدغه اړو دوړ کې د برتانوي هند چارواکې ښکېل دي. نو ځکه خلکو د حکومت ملاتړ وکړاوعبدالکریم خان بېرته هندوستان ته و تښتېد.
له ده سربېره نعمت الله پنوم يو تن چې قادیاني وه هم ګمارل شوی وه چې یو شمېر پاڼې ترې تر ګوتو شوې. د سید سعدي افندي په نوم یو بل بهرنی چې ځان يې شیخ عبداالقادر جیلاني په ګوته کړی وه تر سترګو شو.
د عبدالکریم خان له رسواکېدو او دده د زامنو له ښکېلتیا وروسته یو شمېر قومونه د حکومت په ملاتړ پاڅېدل.
محمد امین، محمدغوث، میرزمان کونړی، شاولیخان، رجب علي، غلام نبي خان څرخي، علي احمدخان بارکزی چې د ننګرهار د تنظیم ریس وه. جنرال محمد عمرخان، جنرال عبد الوکیل، ببرک خان ځدران، جان محمد، بهرام خان، د حرب د وزیر مرستیال حبیب الله خان او نور یاد ولی شو چې پدغه جنګ کې یې مېړانه وکړه او مخالفین و ځپل شول.
[2] :- سټيوارټ ۲۵۶ مخ
[3] :- مجددي، استاد فضل غني افغانستان در عهد امان الله کالفورنیا، ایالات متحده امریکا ۲۳۹ مخ
[4] :- سټیورات ۲۵۳-۲۵۵ مخونه

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    سنګروال ساب ګورو چې اوس هم همهاغه د انګریز فورمول یعنې (افغانان یو له بل سره جنګول )د پیړۍ په پای کښې هم روان دي + بین المللي ترهه ګري ېې پرې ورزیاته کړې!!.
    د تش په نامه کرښې دیخوا او ها خوا پښتانه افغانان ېې سره د مسلمان او کاپر په نوم؛ ټالیپ او …. …. په نوم، سمت، ژبه ،احزاب تنظيمونه،حتی مذهب په نوم سره په یو بل وژلو اخته کړي او پخپله کانونه او معدنونه چور او تالا کوي او بیا بیرته هم مړ هم پړ ولس دی!!!.

  2. سلام استاد
    لوبه کې شیطان انګریز او د استعمار خر همغه خر ده خو یوازې یې کته یا موړه بدله شوې ده.ډاکتر ساپې ښه څېړلی ده تاسې وګورۍ چې کاسې او کپړی په دوحه کې کړنګیږی او دواړه مخالفې ډلې دسولې په دیالوګ کې د ملی مصالحو پر سر بحث او مسولیت لری خودلته د کمپبوتر تکنیشن حمد الله خان دجګړې خبرداری ورکوی اوله بلې خوا یې د کچکول مزی یی په لاس کې دی د بایدن سلاکار ته د صلاح الدین په څېر په تیلیفون کې چاپلوسی کوی اوس د غازی امان الله خان د ملی مصالحو موقف،قیادت اوزعامت له دې خاشره دوه سرې ادارې او کاغذی متفکر سره مقایسه کړی چې دکابل امنیت نشی ساتلی وایی بزک بزک نمیری که جو لغمان میرسد!

  3. ترڅو به د یو بیسواد پاچا چه نیم افغانستان یی انګریزانو ته ورکړ رشتیا او دروغ او هغه هم د کمونست غبار او یا جاهل انګریز په حواله تکرار او تکرار بیانوی. د کابل استادان د تکرار نه سوا بل تنوع او نوی لیکنه نسی کولای؟ مونږ د مشرانو اوازونه اوریدلی چه په بیپرتوګه کندهاریانو به یی پسخند واهه.
    د یو مسلمان لپاره د اتاترک او طرزیانو نومونه د زهرو په شان ترخه لګیږی. دافغان بیسواده د ترکی بی اصله سره ملګرتیا د آزادی پیغام نه بلکه د یوی دیکتاتوری او اسلامضده نظام پیغام دی. اتاتورک اذان ترکی کړی او هومره اسلام ضد کس وو چه ترکیه یی له خپل هویت نه وایسته او لا تراوسه د اروپا په لوبو کی غونډی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب